Jump to content

د انسان جنسي اړيکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۰۹:۰۵, ۱ اگسټ ۲۰۲۴ پورې شته مخليدنه، د Eshaq Azizi (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې

له همجنس سره مینه یا همجنس ته تمایل هغه ستونزه ده چې بشریت له ډیر پخوا ورسره لاس او گریوان دی دمثال په توگه په پخواني يونان کې دسافو په نامه شاعرې دلزبو په نامه دیونان په ټاپو گانو په خپلو شعرونو کې دنجونو او ښځو تر منځ د جنسي اړیکو او مینې یادونه کړې چې اوس په انگریزي کې دښځوترمنځ دجنسي اړیکې نوم (لزبین) هم له همدې ځایه سرچینه اخلي دغه راز د پخواني روم یو امپراتور هادریان هم دغسې تمایلات درلودل حتي ویل کیږي وتلی انځور گر لیونارډو داوینچي هم هم جنس گرا ؤ په اسیا او نورو هیوادونو کې هم دغه مسله موجوده وه دغه راز زموږ په سیمو کې هم دغه ښکارنده موجوده ده خو دلته باید دوه مسلې سره بیلو کړو یو همجنس بازي ده او بله همجنس گرايي یا همجنس ته تمایل .