Jump to content

افونسو پينيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افونسو اګسټو موريرا پينيا (30 نومبر 1847 – 14 جون 1909)، چې ډېر ځله د افونسو پينيا په نوم يادېږي، يو برازيلی قانون پوه، پروفيسر او سياستوال و، چې له 1906ز کال څخه په 1909ز کال کې تر خپلې مړينې د برازيل شپږم ولسمشر و. پينيا په 1906ز کال کې ولسمشر شو، چې د ولسمشر «روډريګس ايلوس» منتخب ځای ناستی و. نوموړي د «سلويانا برينډاو» له مړينې وروسته د «روډريګس الويس» (1903–1906) په ولسمشرۍ کې د برازيل د څلورم مرستيال ولمسشر په توګه دنده تر سره کړه. پينيا د سلطنتي نظام پلوی او د برازيل لومړی ولسمشر و چې د خپلې دندې پر مهال مړ شو.

پینيا په 1847ز کال کې د «ميناس ګيرايس» په «سانتا باربرا» کې زېږېدلی و. پلار يې «ډومنګوس هوزي ټيکيسرا پينا» يو پرتګالی کډوال و، چې مريان او د سرو زرو يو کان يې درلود. د «ساو پالو» د قانون له پوهنځي څخه په قانون کې د سند په تر لاسه کولو سره له فراغت او په همدې اداره کې له ډاکټر درجې ته له رسېدو وروسته، پينيا خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شو، چېرته چې هغه د څارنوال په توګه کار پيل کړ، وروسته «بارباکينا» ته ولاړ او د مريانو څخه په دفاع کولو مشهور شو. د نوموړي سياسي فعاليت په 1874ز کال کې له ليبرال ګوند سره په يوځای کېدو او د «ميناس ګيرايس» ايالتي شورا ته په ټاکل کېدو سره پيل شو. په 1878ز کال کې، نوموړی د ميناس ګيرايس عمومي مرستيال وټاکل شو. په وروسته کلونو کې، په داسې پړاونو کې چې یو شمېر وزارتونه يې هم تر سره کړل، د قانون جوړولو کارونه يې هم ورسره يوځای پر مخ وړل– د جګړې وزارت (1882)، کرنه (1883-1884)  او عدليه (1885).

د جمهوريت له اعلان وروسته، پينيا له ولسي ژوند څخه ووت: په هر حال، له هغه څخه ډېر ژر غوښتنه وشوه چې د ميناس ګيرايس له جمهوري غوښتونکي ګوند سره يوځای شي، او د ايالتي سنا مجلس لپاره ټاکنو کې برخه واخلي، تر څو د نوي ايالتي اساسي قانون جوړولو کې مرسته وکړي. پینيا په 1891ز کال کې د دې دندې لپاره وټاکل شو، او د هغه کميسيون مشري يې وکړه چې د اساسي قانون د مسودې جوړولو دنده ورسپارل شوې وه. له سنا مجلس څخه تر استعفاء وروسته، پينيا د دې ايالت د ګڼو سياسي اړخونو د رايې په اتفاق سره د ميناس ګيرايس رئيس وټاکل شو، او له 1892 څخه تر 1894ز کال پورې يې کار وکړ. د نوموړي په اداره کې «بيلو هوريزونټي» د راتلونکي لپاره ايالتي پلازمينه وټاکل شوه (چې هغه مهال يې نوم اورو پريټو و) او د ميناس ګيرايس د قانون پوهنځی جوړ شو. له 1895 څخه تر 1898ز کال پورې د «بينک اف دی ريپبلک» له مشرۍ وروسته، پينيا په 1903ز کال کې د «روډريګ الوس» مرستيال ولسمشر شو. د مرستيال ولسمشر په توګه، نوموړي د سنا مجلس د رئيس په توګه هم کار وکړ.

پينيا په 1906ز کال کې د سيال له شتون پرته د يوازيني نوماند په توګه له ټاکنو وروسته د برازيل ولمسشر شو. نوموړی لومړی برازيلي ولسمشر و چې د کافي په اقتصاد (د کافي اقتصاد د برازيل په اقتصاد کې یو پړاو و، چې کافي د دې هېواد تر ټولو ستر صادرونکی توليد و) کې د مداخلې ملاتړ يې وکړ، د Taubaté تړون يې پلی کړ، له کوم وروسته چې فدرالي حکومت په نړيوالو بازارونو کې د کافي د لوړ نرخ پر ځای ساتلو لپاره د اضافي توليداتو په رانيولو پيل وکړ. د پینيا حکومت د اورګاډي پټلیو او کډوالو ته پراختيا ورکړه، د برازيلي پوځ د نويو کولو او بيا تنظيم کولو د تيب قانون يې متعارف کړ، او د برازيل سمندري ځواکونه يې بيا په وسله سمبال کړل، کوم څه چې د وزيرانو هر يو Hermes da Fonseca او Alexandrino Faria de Alencar په مټ تر سره شول. پینيا همدا راز د امازون په ځنګلونو کې د Cândido Rondon د اکتشافي سفرونو ملاتړ هم وکړ، کوم چې دا د ټيليګراف په مټ له «ريو ډي جنيرو» سره وصل کړ. په نړيوال ډګر کې، برازيل د 1907ز کال د Ruy Barbosa په مشرۍ د يو پلاوي په توګه د هاګ په کنوانسيون کې برخه واخيسته او له کولمبيا او «پيرو» سره يې د خپلو پولو ستونزې حل کړې. له ارجنټاين سره د «Minas Geraes-class» جنګي بېړيو د تر لاسه کولو له امله کړکېچ اوج ته ورسېد، په کوم سره چې د سويلي امريکا د جنګي بېړيو سيالي پيل شوه، او دواړه هېوادونه د جګړې څنډو ته ورسېدل. پينيا په 1909ز کال کې د سختې نمونيا له امله مړ شو، او ځای يې Nilo Peçanha ونيو.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

نوموړی د 1847ز کال د نومبر په دېرشمه نېټه په «Santa Bárbara do Mato Dentro» کې زېږ.ېدلی و، دا سيمه اوس مهال د ميناس ګيرايس د سانټا باربارا ښاروالۍ اړوند ده، پينيا د «Domingos José Teixeira Penna» او «Anna Moreira Teixeira Penna» په دولسو بچيانو کې اوم بچی و؛ د خپلې مور لومړی اولاد و، ځکه هغه يې د پلار دويمه مېرمن وه. «Domingos» د «São Salvador da Ribeira de Pena» اصلي اوسېدونکی او پرتګالی کډوال و، او هغه په دې نوي هېواد کې ځمکه، د سرو زرو يو کان او ګڼ شمېر مريان درلودل. داسې اټکل کېږي چې د «Domingos» پلار، چې «Manuel José de Carvalho Penha» نومېدو (په 1769 کې زېږېدلی و) لومړی هغه څوک و چې د پينيا نوم يې خپل کړی و.[۱][۲][۳]

په داسې حال کې چې په لومړيو کې په ملي ګارد کې د پوځي مسلک په لټه و، Domingos وروسته دا دنده خوشې کړه؛ د نوموړي ګټې د دې لپاره بسنه کوله چې خپلې کورنۍ ته سوکاله معياري ژوند برابر کړي. د افونسو مور د سانټا باربارا په سياست کې د يوې اغېزناکې کورنۍ غړې وه. په دې ډول د افونسو کورنۍ د ميناس ګيرايس د اشرافيه ټولنې برخه وه. په ماشومتوب کې يوې پېغلې نرسې Ambrosina د هغه پالنه وکړه، چې يوه وينزه وه. پینيا به ډېر ځله په Brumado او «São Gonçalo do Rio Abaixo» کې له خپل پلار سره د سرو زرو کانونو ته تلو.  د «José Anchieta da Silva» په وينا، پينيا د مريتوب له لومړيو مخالفينو څخه و، او د خپل پلار د مريانو لپاره يې د ښو کاري شرايطو په موخه مبارزه وکړه؛ په يوه موقع، کله چې هغه يوه حامله وينزه په يو کان کې د کار کولو په حال کې ولیده، پینيا يې په اړه له څارونکي سره خبرې وکړې، له کوم وروسته چې پرېکړه وشوه، حاملې وينزې به د حمل له شپږمې مياشتې وروسته په کانونو کې کار نه کوي، او د دوی يوازينۍ دنده به پخلی يا د کاليو وينځل وي.[۳][۲]

د خپلې مور په کور کې له خصوصي ښوونکو څخه د خپلو لومړيو زده کړو تر بشپړولو وروسته، پینيا په 1857ز کال کې د لس کلنۍ په عمر په Caraça ښوونځي کې د زده کړې لپاره ولاړ. دا ښوونځی له سترو ښاري مرکزونو څخه ګوښه و، د «لازارستي» پادريانو له خوا پر مخ وړل کېدو او د پينيا پلار د دې ښوونځي يو له پیاوړو بسپنه ورکونکو څخه و. په ښوونځي کې نوموړي د الاهياتو، اخلاقياتو، فلسفې، رياضي، هندسې، تاريخ، ويناوالۍ او بهرنيو ژبو مضامين ولوستل. پینيا د 1864ز کال د جنورۍ د مياشتې په شپاړسمه نېټه په Caraça ښوونځي کې زده کړې پای ته ورسولې، او وروسته په 1866ز کال کې د قانون په پوهنځي کې د زده کړې لپاره «ساو پالو» ښار ته ولاړ.[۳][۴][۵][۶]

شخصي ژوند او اندونه

[سمول]

د قانون په پوهنځي کې

[سمول]

د قانون په پوهنځي کې د زده کړې پر مهال، پينا له «Ruy Barbosa, Bias Fortes, Joaquim Nabuco, Castro Alves» او «Rodrigues Alves» سره ملګرتيا درلوده. له Rodrigues Alves سره نوموړي په شریکه د «Imprensa Acadêmica» په نوم د ژورنال (جريدې) بنسټ اېښی و، چې په اکاډميکو او سياسي موضوعاتو بحثونو يې تمرکز درلود.  د دې ژورنال (جرېدې) د ليکنو د څو پاتې نسخو ښکاري چې شونې ده د «وکټور هوګو، انوری ډي بالزاک» او «ايميل زولا» په څېر فرانسوي لیکوالانو پر هغوی اغېز درلود. د قانون په پوهنځي کې، نوموړی همدا راز له «بوچا» سره يوځای شو، کومه چې د محصلينو پوه پټه ټولنه وه، د الماني Burschenschaft ټولنو څخه يې الهام اخيستی و، او د پروفيسر «جوليس فرينک» له خوا يې بنسټ اېښودل شوی و، هغه د بوچا د عمومي انجمن رئیس شو. دې ټولنې له هغو محصلينو سره مرسته کوله چې نه يې شول کولای په پوهنځي کې د زده کړو لپاره لګښت تاديه کړي.[۳][۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Lima 2016، م. 2.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Silva 2012، م. 178.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Viscardi، م. 1.
  4. Lima 2016، م. 3.
  5. Silva 2012، م. 179.
  6. Silva 2012، مم. 178–179.
  7. Lacombe 1986، م. 29.