Jump to content

الکساند ګروټنډیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الکساند ګروټنډیک
الکساند ګروټنډیک

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
برلين [۴]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
استوګنځای برلين   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه شمېرپوهنه [۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

الکساندر ګروټنډیک (زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د مارچ ۲۸مه – مړینه: د ۲۰۱۴ زکال د نومبر ۱۳مه) بې وطنه ریاضي پوه و چې د معاصرې الجبري هندسې په رامنځته کولو کې په مخکښ شخصیت واوښت. د نوموړي څېړنو د دغې څانګې لمنې ته پراختیا وکړه او په هغو کې یې د ځای پر ځای کېدوني الجبر (commutative algebra)، همولوژیکي الجبر (homological algebra)، شیپ تیوري (بافه؛ sheaf theory)، او د کټګورۍ د تیوري (category theory) عناصر او اساسات ور ګډ کړل، په داسې حال کې چې د هغه په اصطلاح «نسبي» لیدلوري د خالصې ریاضي په ډېرو برخو کې انقلابي پرمختګونه رامنځته کړل. ډېر شمېر کسان نوموړی د شلمې پېړۍ مخکښ ریاضي پوه بولي. [۶][۷][۸][۶][۹]

ګروټنډیک د یو ریاضي پوه په توګه خپل عمومي او اغېزمن مسلک ته په ۱۹۴۹ زکال کې مخه کړه. په ۱۹۵۸ زکال کې نوموړی د عالي علمي څېړنو په انستیتیوت (Institut des hautes études scientifiques) کې د څېړنیز ښوونکي په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۷۰ زکال پورې همدلته پاتې شو، نوموړي د خپلو شخصي او سیاسي باورونو له امله د نظامي بودیجې پر سر د اختلاف له امله دغه څېړنیز انستیتیوت خوشی کړ. ګروټنډیک په ۱۹۶۶ زکال کې د الجبري هندسې، همولوژیکي الجبر او کې – تیوري (K-theory) په برخو کې د لاسته راوړنو له امله د فیلډز مډال ترلاسه کړ. له دې وروسته نوموړی د فرانسې په مونپلیه پوهنتون کې ښوونکی شو او په داسې حال کې چې لا یې هم اړوندې ریاضیکي چارې تولید کولې د ریاضي له ټولنې څخه ووت او ځان یې سیاسي او مذهبي فعالیتونو ته وقف کړ (اول په بودېزم کلک و، خو وروسته یې تر ډېره عیسوي لیدلوری درلود). په ۱۹۹۱ زکال کې نوموړي د پیرنه غرونو په لړۍ کې د لسر کلي ته کډه وکړه چېرې چې هغه د یوازیتوب ژوند وکړ او په نه ستړې کېدونکې بڼه یې په ۲۰۱۴ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د ریاضیاتو او خپلو فلسفي او مذهبي افکارو په برخه کې کار وکړ. [۱۰][۱۱][۱۲]

ژوند

[سمول]

کورنۍ او ماشومتوب

[سمول]

ګروټنډیک په برلین کې له انارشېست والدینو څخه وزېږېد. د هغه پلار الکساندر «ساشا» شاپېرو (چې د الکساندر تاناروف په نوم هم پېژندل کېږي) حسیدي یهودي ریښه لرله او جرمني ته په ۱۹۲۲ زکال کې له کډه کولو وړاندې په روسیه کې بندي و، په داسې حال کې چې مور یې یوهانا «هانکا» ګروټنډیک د هامبورګ ښار یوې جرمنۍ پروتستانت کورنۍ ته اړونده وه او خبریاله وه.  د ده والدین په ځوانۍ کې د خپلو پخوانیو مخینو له امله له یو بل جلا شوي و. د ګروټنډیک د زیږون پر مهال د ده مور د یوهانس راداتز په نامه خبریال سره واده وکړ چې له امله یې په پیل کې د ده نوم د «الکساندر راداتز» په نوم ثبت شو. دغه واده په ۱۹۲۹ زکال کې له منځه ولاړ او شاپېرو د ده په پلارګلوۍ اعتراف وکړ، خو هېڅکله یې هم له هانکا ګروټنډیک سره بیا واده ونکړ. ګروټنډیک د مور له اړخه د میدي په نامه یوه خور لرله. [۱۳]

ګروټنډیک د ۱۹۳۳ زکال تر پایه په برلین کې له خپلو والدینو سره تر هغه مهاله ژوند وکړ کله چې پلار یې له نازېسم څخه پاریس ته وتښتېد. مور یې هم ډېر ژر ورپسې ورغله. ګروټنډیک د لوتري لارښود او کشیش ویلهلم هیډورون پالنې ته پاتې شو. د وینفریډ شارلاو په خبره دغه مهال د هغه والدینو د غیرجنګي کومکي ځواکونو په توګه د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې ونډه واخیسته، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا څرګندوي چې شاپېرو د انارشېستي ملیشه ځواکونو په اړخ کې جګړه کوله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

د ۱۹۳۹ زکال په مۍ میاشت کې ګروټنډیک فرانسې ته د تلو په هوډ له هامبورګ څخه د ریل ګاډي پر مټ سفر وکړ. لږ وروسته د هغه پلار په لو ورنت (Le Vernet) کې ونیول شو. له دغه مهال څخه وروسته هغه او مور یې له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال پورې په مختلفو کمپونو کې د «نامطلوبو خطرناکو بهرنیو وګړو» په توګه وساتل شول. لومړنی کمپ چې دوی په کې بندیان و، ریوکروس کمپ (Rieucros Camp) و چېرې چې د هغه مور په سل ناروغۍ اخته شوه او بالاخره له همدغې ناروغۍ مړه هم شوه. په دغه ځای کې ګروټنډیک د مانډ (Mendel) په سیمه ئیز ښوونځي کې د زده کړو چانس وموند. یوځل هغه وتوانېد له کمپ څخه وتښتي او هوډ یې درلود هېټلر ترور کړي. له دې وروسته د هغه مور د دویمې نړیوالې جګړې د پاتې وخت پر مهال د ګورز د بندیانو کمپ ته ولېږدول شوه. ګروټنډیک اجازه لرله چې له خپلې مور جلا ژوند وکړي. هغه د Le Chambon-sur-Lignon سیمې په یوه کلي کې د سیمې د خلکو په کورونو او مسافرخانو کې پټ ژوند کاوه، په داسې حال کې چې نوموړی به ځینې مهال د نازیانو د بریدونو پر مهال ځنګل ته تښتېد او د څو ورځو لپاره به یې له خوړو او اوبو پرته ژوند تېراوه. د هغه پلار د ویشي یهودیت ضد قانون له مخې نیول شوی و او د ډارنسي د بندیانو کمپ ته ولېږل شو چې وروسته بیا د فرانسې ویشي دولت جرمنانو ته تسلیم کړ او په ۱۹۴۲ زکال کې د اشویتس د اجباري کار په کمپ کې ووژل شو. ګروټنډیک په لو شامبون کې سیونول ښوونځي (Collège Cévenol) ته ولاړ (اوس مهال د Le Collège-Lycée Cévenol International په نوم پېژندل کېږي)؛ دا هغه ځانګړې متوسطه لیسه وه چې د سیمه ئیزو سوله غوښتونکو پروتستانتانو او د جګړې ضد فعالینو له خوا تاسیس شوې وه او ډیری هغو کډوال ماشومانو چې په لوشامبون کې پټ شوي و په همدغه ښوونځي کې یې زده کړې وکړې. همدلته و چې ګروټنډیک د لومړي ځل لپاره له ریاضیاتو سره لیوالتیا پیدا کړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

زده کړې او له څېړنیزې ریاضي سره اړیکه

[سمول]

له جګړې وروسته ځوان ګروټنډیک ریاضیات په فرانسه کې ولوستل، په پیل کې نوموړي په مونپلیه پوهنتون کې زده کړې وکړې چېرې چې یې سم پرمختګ نه درلود او د ستور پوهنې په مضامینو کې پاتې راغی. نوموړي چې په یوازې توګه یې کار کاوه بیاځلي یې د لبګ کچه (Lebesgue measure) کشف کړه. په دغه ځای کې په یوازې ځان له دریو کالو څېړنو وروسته نوموړی په ۱۹۴۸ زکال کې د زده کړو په موخه پاریس ته ولاړ. [۱۴][۲۵]

ګروټنډیک په پیل کې د هنري کارټان په سیمینار کې چې په نورمال عالي ښوونځي (École Normale Supérieure) کې جوړ شوی برخه واخیسته، خو له دې له امله چې په لوړه کچه مخینه یې نه لرله دغه سیمینار یې تعقیب نشو کړای. د کارټان او اندره وي په مشوره هغه نانسي پوهنتون ته ځان تبدیل کړ، چېرې چې دوه مخکښو کارپوهانو؛ ژان ډیوډونه او لاورنتز شوراتز د ګروټنډیک په خوښې وړ برخې یا توپولوژیکي فضا بردارۍ (topological vector spaces) کار کاوه. وروستي یې بیا د فیلډز مډال هم ترلاسه کړ. نوموړي خپله وروستۍ مقاله خپل نوي زده کړیال ته وښودله چې هغه یې د محلي محدبو فضاګانو (locally convex spaces) اړوند په ۱۴ پرانیستو پوښتنو سره پای ته رسولې وه. ګروټنډیک د ریاضيکي لارو چارو نوي میتودونه ور وښودل چې له امله یې وتوانېد په راتلونکو څو میاشتو کې ټول دغه مسائل حل کړي. [۲۶]

په نانسي کې هغه د عملکردي تحلیل (functional analysis) اړوند خپل پای لیک د دوه لارښودو استادونو تر نظر لاندې له ۱۹۵۰ زکال څخه تر ۱۹۵۳ زکال پورې ولیکه. دغه مهال نوموړی د توپولوژیکي فضابردارۍ د نظریې یو له مخکښو متخصصینو څخه و. په ۱۹۵۳ زکال کې هغه د برازیل سائوپائولو پوهنتون ته د نانسن پاسپورټ (هغه سند چې بې تابعیته کسانو ته ورکول کېده) څخه په کار اخیستو ولاړ، ځکه چې هغه د فرانسوي تابعیت له اخیستو ډډه کړې وه (د فرانسوي تابعیت اخیستو د نوموړي د محکومیت له امله د عسکرۍ خدمت ورباندې جبري کاوه). نوموړی (د ۱۹۵۳ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۵۴ زکال تر مارچ میاشتې پورې فرانسې ته له اوږد مهاله سفر پرته) د ۱۹۵۴ زکال تر پایه په سائوپائولو کې پاتې شو. همدلته و چې هغه خپل وروستی اصلی اثر چې د بانچ سپېس د «میتریکي» تیوري ("metric" theory of Banach spaces) د موضوع اړوند و پای ته ورساوه. [۲۷][۲۸]

ګروټنډیک د ۱۹۵۵ زکال په پیل کې د کانزاس لارنس ته ولاړ؛ هغه خپلې پخوانۍ علمي موضوع ته شا کړه څو د الجبري توپولوژي، همولوژیکي الجبر او همدارنګه د مخ پر ودې الجبري هندسې اړوند کار وکړي. نوموړی په لارنس کې و چې د آبلی کټګورۍ (Abelian categories) او شېپ کومولوژي (sheaf cohomology) د بیاځلي فورمول بندۍ بنسټ اېښودونکې تیوري ته یې پراختیا ورکړه او له امله یې د «توهوکو» اغېزمنه مقاله ولیکله. [۲۹][۳۰]

په ۱۹۵۷ زکال کې نوموړي ته اوسکار زاریسکي بلنه ورکړه څو له هارواډ څخه لیدنه وکړي، خو هغه مهال چې نوموړي د دغې ژمنې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه چې د متحده ایالاتو د دولت پر ضد چارو څخه به ډډه کوي دغه بلنه هم ورسره له منځه لاړه. نوموړی د بندي کېدو له ګواښ څخه تر هغه مهاله نه وېرېده تر کومه چې ده کولای شو کتاب ته لاسرسی ولري. [۳۱]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118952773 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118952773 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65b7jfx — subject named as: Alexander Grothendieck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Fichier des personnes décédées ID (matchID): https://deces.matchid.io/id/DFXZoFLUbiq- — د نشر نېټه: ۶ جنوري ۲۰۲۲ — منښتلیک: GNU Lesser General Public License, version 3.0
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0044949 — د نشر نېټه: ۵ اگسټ ۲۰۲۴
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Jackson 2004b.
  7. Bruce Weber; Julie Rehmeyer (14 November 2014). "Alexander Grothendieck, Math Enigma, Dies at 86". The New York Times. Archived from the original on 2022-01-01.
  8. Alexander Grothendieck obituary by David Mumford and John Tate David Mumford at Brown and Harvard Universities: Archive for Reprints: Can one explain schemes to biologists, 14 December 2014
  9. Mumford, David; Tate, John (2015). "Alexander Grothendieck (1928–2014) Mathematician who rebuilt algebraic geometry". Nature. 517 (7534): 272. Bibcode:2015Natur.517..272M. doi:10.1038/517272a. ISSN 0028-0836. PMID 25592527.
  10. "Fields Medals 1966". mathunion.org. Archived from the original on 22 March 2019. نه اخيستل شوی 5 January 2022.
  11. Scharlau, Winfried. "Who is Alexander Grothendieck? Anarchy, Mathematics, Spirituality, Solitude" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2022-10-09.
  12. Ruelle 2007، م. 40.
  13. "The Early Background of Genius". Archived from the original on 15 June 2011. نه اخيستل شوی 15 June 2011.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Jackson 2004a.
  15. Philippe Douroux (6 May 2019). "Trésor scientifique ou vieux papiers illisibles? Les mystérieuses archives d'Alexandre Grothendieck" [Scientific treasure or unreadable old paper? The mysterious archives of Alexandre Grothendieck]. Le Monde (په فرانسوي).
  16. Scharlau 2008، م. 931.
  17. Scharlau n.d., p. 2: "Beide beteiligten sich am Spanischen Bürgerkrieg, nicht aktiv kämpfend, aber unterstützend."
  18. Hersh او John-Steiner 2011، م. 109.
  19. Amir D. Aczel,The Artist and the Mathematician, Basic Books, 2009 pp.8ff.pp.8–15.
  20. Piotr Pragacz, 'Notes on the Life and Work of Alexander Grothendieck,' in Piotr Pragacz (ed.), Topics in Cohomological Studies of Algebraic Varieties: Impanga Lecture Notes, Springer Science & Business Media, 2006 pp-xi-xxviii p.xii.
  21. Luca Barbieri Viale, 'Alexander Grothendieck:entusiasmo e creatività,' in C. Bartocci, R. Betti, A. Guerraggio, R. Lucchetti (eds.,) Vite matematiche: Protagonisti del '900, da Hilbert a Wiles, Springer Science & Business Media, 2007 pp.237–249 p.237.
  22. Bruce Weber; Julie Rehmeyer (14 November 2014). "Alexander Grothendieck, Math Enigma, Dies at 86". The New York Times. Archived from the original on 2022-01-01.
  23. "Alexandre Grothendieck, ou la mort d'un génie qui voulait se faire oublier". Libération Sciences (په فرانسوي). 13 November 2014. نه اخيستل شوی 14 November 2014.
  24. Ruelle 2007، م. 35.
  25. Philippe Douroux (February 8, 2012). "Alexandre Grothendieck: Un voyage à la poursuite des choses évidentes" [Alexander Grothendieck: A journey in pursuit of the obvious]. Images des mathématiques (په فرانسوي). CNRS. Archived from the original on May 1, 2015. نه اخيستل شوی January 6, 2023. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  26. Peixoto, Tatiana; Bietenholza, Wolfgang (2016). "To the Memory of Alexander Grothendieck: a Great and Mysterious Genius of Mathematics". arXiv:1605.08112 [math.HO].
  27. Horvâth, John (July 1976). "Topological vector spaces, by A. Grothendieck, ..." (PDF). Book Reviews. Bulletin of the American Mathematical Society. 82 (4): 515–521. doi:10.1090/S0002-9904-1976-14076-1. Archived (PDF) from the original on 2022-10-09.
  28. Cartier او نور 2007، "Foreword".
  29. Grothendieck, Alexander (1957), "Sur quelques points d'algèbre homologique", Tohoku Mathematical Journal, Second Series (په فرانسوي), 9 (2): 119–221, doi:10.2748/tmj/1178244839, ISSN 0040-8735, MR 0102537
  30. Schneps n.d.
  31. Hersh او John-Steiner 2011، م. 113.