Jump to content

اکيليز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اکيلېز
اړوند
مړينې ځای
ښخولو ځای
Achilleion (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه

اکيلیز په يوناني نکلونو کې د «تروجن» جګړې يو اتل و، څوک چې په يوناني جنګياليو کې د يو ستر جنګيالي په توګه پېژندل کېدو. هغه چې د «هومر» په «الياد» کې مرکزي کردار و، د «نيريډ تيټيس» او «پليس» زوی و، څوک چې د «پاتيا» پاچا او مشهور ارګوناټ و [ارګوناټ په يوناني افسانو کې د اتلانو يوه ډله وه]. اکيليز په «پاتيا» کې د خپل کوچنیوالي له ملګري «پيټروکلس» سره ستر شوی، او د يو غښتلي اس شکله مخلوق (چې نيمه تنه يې د انسان او نيمه د اس وي) له خوا يې روزنه شوې وه. په الياد [الياد په لرغوني يونان کې یو حماسي شعر دی] کې، هغه د «ميرمډانز» د افسانوي قبيلې د قوماندان په توګه وړاندې کړای شوی دی.

د ټروجن د جګړې پر مهال د اکيليز تر ټولو ستره کارنامه د «ټرای» له دروازې دباندې د ټروجن د شهزاده «هيکټر» وژل و. که څه هم په الياد کې د اکيليز مړينه نه ده ښودل شوې، نورې سرچينې يوه خوله دي چې اکيليز د ټروجن د جګړې د پای په شيبو کې د «پيرس» له خوا وژل شوی و، چا چې نوموړی په غشي ويشتی و. وروستۍ افسانې (چې د سټيشيس د نيمګړي حماسې سره پيل کېږي، کومه چې په لومړۍ زېږيديزه پېړۍ کې لیکل شوې وه) وايي چې اکيليز له يوې پوندې پرته په خپل ټول بدن کې نه رام کېدونکی و. د دې نکل تر مخې، کله چې د هغه مور «تيټيس» نوموړی په ماشومتوب کې د «سټيکس» په سيند کې ډوب کړ، نو له يوې پوندې يې نيولی و، همدې پوندې ته اوبه ونه رسېدې، له همدې امله د نوموړي د بدن همدا يوه برخه کمزورې پاتې شوه.

دې افسانو ته په اشارې سره، د "اکيليز پونده" اصطلاح د کمزورۍ د يوې نقطې په معنا شوه، کومه چې د زوال لامل ګرځېدای شي، په ځانګړي ډول په داسې يو څه يا يو شخص کې، چې نور غښتلی جوړښت لري. د قدم او د پښې پونډۍ تر منځ نښلونکي بند ته غوره شوی نوم د اکيليز بند (Achilles tendon) د همدې افسانې څخه اخيستل شوی دی.

د نوم رېښې

[سمول]

د B ليکنيزې لوحې [يوه لرغونې یوناني ليکبڼه ده] د اکيليز نوم د «a-ki-re-u» او «a-ki-re-we» په بڼه تاييدوي، چې دويمه بڼه يې د لومړۍ بڼې اصل دی. دا نوم ډېر مشهور او له اومې مخزېږديزې پېړۍ وروسته ډېر عام شو، او ښځينه بڼه يې د (Achilleía) په ډول بدله شوه، چې په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ (IG II² 1617) په «اټيکا» کې، او د «اکيليا» په بڼه په «هالیکارناسس» کې په يوه دړه له "امازون" سره د جنګېدونکې يوه ښځينه جنګيالۍ په توګه تاييد شوی دی.[۲][۳][۴]

د اکيليز نوم د (áchos) چې د "تکليف، درد، غم، خواشيني" په معنا دی او د (laós) چې د "خلک، سرتيري، ملت" په معنا دی د مرکب په توګه تحليل کېدای شي، د کوم په پايله کې چې د *Akhí-lāu̯os په ډول يوه پروټو بڼه غوره کوي او معنا يې ده "هغه څوک چې خلکو ته تکليف وي" يا "هغه څوک چې خلک ورڅخه تکليف لري". د خلکو غم يا خواشيني يوه موضوع ده، چې په الياد کې بيا بيا راپورته شوې (او خپله د اکيليز له خوا په تکراري ډول). د غم يا خواشينۍ د اتل په توګه د اکيليز کردار، د kléos ("برم"، عموماً په جګړه کې) د اتل په توګه د نوموړي په اړه د دوديز اند تر څنګ د يوې کنايې په ډول وړاندې کوي. سربېره پر دې، د «ليونارډ پامر» په پيروۍ سره «ګريګوري ناګي» د laós د ټکي معنا "د سرتېرو يوه ډله" په توګه کړې ده چې راټول شوي وي. په دې اشتقاق سره، په دې شعر کې دا نوم غبرګه معنا لري: کله چې اتل په سم ډول عمل کوي، نو د هغه کسان دوښمن ته تکليف رسوي، خو کله چې ناسم عمل کوي، نو د هغه کسان د جګړې وير تر لاسه کوي. تر يو بریده دا شعر د مشرتابه له خوا د غصې د ناسم لوري په اړه ده.[۵][۶][۷][۸][۹]

یو شمېر څېړونکو اټکل کړی چې دا نوم پور شوی دی، ښايي چې له يوناني ژبې څخه له ممخکې ژبې پور شوی وي. دا چې اکيليز د «نيريډ تيټيس» له زوزات څخه دی او نوم يې د «اکرون» او «اخلوس» په څېر د سمندر د خدايانو نومونو ته ورته دی، به دې اړه اټکلونه پيدا کړي چې هغه د اوبو يو پخوانی اله و. «رابرټ ايس. پي بيکس» وړانديز کړی چې دا نوم له يوناني پړاو څخه مخکې رېښې لري، چې په حماسي ژبه کې د نورو تر څنګ د -λλ- او -λ- پر يوځای شتون ولاړ دی، او ښايي چې په اصلي ژبه کې له تالو څخه د راوتونکي غږ  /ly/ ښودنه کوي.[۱۰][۱۱][۱۲]

زېږېدل او د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

اکيليز د تيټيس– چې یوه نيريډ او د سمند د يو زاړه سړي لور وه – او د «مرميډيانو» د پاچا «پيليس» زوی و. «زيوس» او «پيسايډن» په واده کې د تيټيس سيالان وو، تر  دې چې وړاندوینه کونکي «پروميتيوس» زيوس ته د يوې وړاندوينې په اړه خبر ورکړ (په اصل کې د تيمس، د الاهي قانون د ښځينه خدای له خوا ويل شوې وه) چې تيټيس به د خپل پلار په پرتله يو ستر زوی پيدا کړي. له همدې امله، دوه خدايانو د هغوی تعقيب خوشې کړ، او هغې له «پيليوس» سره واده وکړ.[۱۳]

يوه کيسه شته چې د دې پېښو بل ډول روايت وړاندې کوي: په «ارګوناټيکا» (4.760) کې د «زیوس» خور او مېرمنې «هيرا» د «زيوس» د وړاندې تګ په خلاف د «تيټيس» سوچه مقاومت ته په اشارې کولو سره وويل چې «تيټيس» د «هيرا» د واده تړون ته دومره وفاداره وه، چې په ډېرې اسانۍ سره يې د خدايانو پلار رد کړ. «تيټيس»، که څه هم د سمندر د خدای «نيريوس» لور وه، «هيرا» ستره کړې هم وه، د «زيوس» د وړاندې کېدو په خلاف د مقاومت لا زياته تشریح وړاندې کوې. «زيوس» ډېر غوصه وه او حکم يې صادر کړ چې هغه به کله هم د يو فاني کېدونکي سره واده ونه کړي.[۱۴]

د «اکيلياد»، کوم چې په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې «سټيشيس» ليکلی دی، او د پخوانيو ورکو شويو سرچينو تر مخې، کله چې اکيليز وزېږېد، «ټيټيس» هغه د «سټايکس» په سیند کې په ډوبولو سره د هغه د لا فاني کولو هڅه کړې وه؛ بيا هم د هغه د بدن هغه برخه کمزورې پاتې شوه، له کومې برخې څخه چې نوموړې هغه نيولی و: يعنې د هغه پونده. روښانه نه ده چې ايا د پېښو دا بڼه له دې مخکې معلومه وه که نه. د دې کيسې په يوه بله بڼه کې، «تيټيس» دا هلک د خدايانو په خوراک يا څښاک [امبروسيا] ولړلو او د بدن د فاني کېدونکو برخو د سوځولو لپاره يې هغه د اور په سر واچولو. «پيليوس» د هغې مخه ونيوله او پلار او زوی دواړه يې په غوصه کې پرېښودل.[۱۵][۱۶][۱۷]

له  «سټيشيس» څخه په مخکې سرچينو کې هېڅ سرچنه دې عمومي زيان نه ليدنې ته هېڅ اشاره نه کوي. د دې په خلاف، په ايلياد کې، هومر د اکيليز د ټپي کېدو يادونه کوي: په 21 کتاب کې د «پيونين» اتل «ايسټروپيوس»، چې د »پيلاګون» زوی و، د «سکيمنډر» سمندر په ساحل کې اکيليز وننګولو. هغه دواړه لاسونه يو ډول کارولای شول، او له هر لاس يې نيزه ويشتلای شوه؛ يوې نيزې د اکيليز څنګل ټپي کړه، "او د وینې څپه ترې روانه شوه". د «ايپيک سايکل» [د لرغونو يوناني حماسي شعرونو يوه ټولګه] په يو څو ماتو ماتو شعرونو کې، چې د  اتل مړينه تشریح کوي (يعنې سايپيريا، کوچنی ايلياد چې ليشز اف پايره ليکلی دی، ايتوپيس او ايليوپرسس چې ارکټينس اف ميليټس ليکلی دی)، د هغه عمومي زيان نه ليدنې يا د هغه په پونده کې د مشهورې کمزورۍ لور ته د اشارې هېڅ تاریخچه نه شته. د ګلدانيو په وروستیو انځورونو کې د اکيليز مړينه وړاندې شوې ده، چې غشی (يا په ډېرو حالاتو کې ډېر غشي) د هغه په بدن لږېږي.[۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://ro.wikipedia.org/wiki/Ahile.
  2. "Achilles". Brill's New Pauly. Ed. Hubert Cancik. Brill Reference Online. DOI:10.1163/1574-9347_bnp_e102220.  Retrieved 5 May 2017.
  3. Robert S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, pp. 183ff.
  4. Epigraphical database gives 476 matches for Ἀχιλ-.The earliest ones: Corinth 7th c. BC, Delphi 530 BC, Attica and Elis 5th c. BC.
  5. Liddell, Henry George; Scott, Robert (1889). An Intermediate Greek-English Lexicon. Clarendon Press – via Perseus Digital Library.
  6. Scholia to the Iliad, 1.1.
  7. Leonard Palmer (1963). The Interpretation of Mycenaean Greek Texts. Oxford: Clarendon Press. p. 79.
  8. Gregory Nagy. "The best of the Achaeans". CHS. The Center for Hellenic Studies, Harvard University. Archived from the original on 2 April 2015. Retrieved 19 March 2015.
  9. کينډۍ:OEtymD
  10. "Achilles". Brill's New Pauly. Ed. Hubert Cancik. Brill Reference Online. DOI:10.1163/1574-9347_bnp_e102220.  Retrieved 5 May 2017.
  11. Cf. the supportive position of Hildebrecht Hommel (1980). "Der Gott Achilleus". Sitzungsberichte der Heidelberger Akademie der Wissenschaften (1): 38–44. – A critical point of view is taken by J. T. Hooker (1988). "The cults of Achilleus". Rheinisches Museum für Philologie. 131 (3): 1–7.
  12. Robert S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, pp. 183ff.
  13. Aeschylus, Prometheus Bound 755–768; Pindar, Nemean 5.34–37, Isthmian 8.26–47; Pseudo-Apollodorus, Bibliotheca 3.13.5; Poeticon astronomicon 2.15.
  14. Pseudo-Apollodorus, Bibliotheca 3.13.5.
  15. Statius, Achilleid 1.269; Hyginus, Fabulae 107.
  16. Jonathan S. Burgess (2009). The Death and Afterlife of Achilles. Baltimore: Johns Hopkins University Press. p. 9. ISBN 978-0-8018-9029-1. Retrieved 5 February 2010.
  17. Apollonius of Rhodes, Argonautica 4.869–879.
  18. Homer (Robert Fagles translation). The Iliad. p. 525. But the other (spear) grazed Achilles' strong right arm and dark blood gushed as the spear shot past his back