Jump to content

د رومیانو او اشکانیانو جګړه (۱۶۱-۱۶۶ز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د رومیانو او اشکانیانو جګړه (۱۶۱-۱۶۶ز) (په انګلیسي: Roman-Parthian War of 161-166)، چې د لوسیوس وېروس اشکاني جګړې په نامه هم یادېږي د رومیانو او اشکانیانو ټولواکمنیو ترمنځ پر ارمنستان او برني بین‌النهرین باندې ترسره شوه. جګړه په ۱۶۶ کې وروسته له هغه پای ته ورسېده چې رومیانو په کوزني بین‌النهرین او ماد کې جګړې وګټلې او د اشکانیانو پلازمېنه «تیسفون» یې تالا کړ. [۱]

د لوسیوس د ځواکونو لېږدونې لاملونه، ۱۶۱-۱۶۲ز

[سمول]

امپراتور انتونینوس پیوس د مړینې پر مهال د ۱۶۱ز کال په پسرلي کې یوازې د دولت او هغو پردیو پاچاهانو په هکله وغږېده چې پر هغه یې ظلم او تېری کړی ؤ. د دغو پاچاهانو له جملې څخه یو هم د اشکانیانو څلورم وَلَګَش ؤ چې د ۱۶۱ز کال د دوبي په وروستیو یا د مني په لومړیو کې یې بریدونه پیل کړل. ولګش د ارمنستان پاچاهۍ ته (چې هغه مهال د رومیانو لاسپوڅی دولت ؤ) ننوت، پاچا یې وشړه او پر ځای یې د خپل په څېر یو اشکاني پاچا «پاقوروس» پر تخت کښېنوه. د برید پر مهال، د سوریې حاکم لوسیوس اتیدیوس کورنلیانوس ؤ. که څه هم د اتیدیوس د حکومت دوره په ۱۶۱ کې پای ته رسېدلې وه، خو په ډېر احتمال سره نه یې غوښتل چې اشکانیانو ته فرصت ورکړي ترڅو د هغه پر ځای بل یو وګوماري، نو د حاکم په توګه پاتې شو. د کپادوکیا حاکم مارکوس سداتیوس سوریانوس ؤ چې د ارمنستان په ټولو جګړو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېده؛ هغه ګالي ؤ او په نظامي چارو کې یې ډېره تجربه درلوده. خو د ختیځ ژوند یې پر شخصیت باندې ناوړه او زیان‌وره اغېزه پریښې وه.[۲][۳][۴][۵]

د ابونوتیکوس الکساندر، یو غیب‌ویونکی چې د ګلیکون په نامه مار یې ځان سره لېږدوه، سوریانوس د ډېریو نورو په څېر خپل لېوال ګرځولی ؤ. الکساندر د ښاغلي سناتور پابلیوس مومیوس سیسنا روتیلیانوس خُسر او د اسیا پخوانی قنسول ؤ چې د ختیځ روم له ډېرو وتلو څېرو سره یې ملګرتیا درلوده. الکساندر سوریانوس ته قناعت ورکړ چې کولای شي په اسانۍ سره اشکانیانو ته ماته ورکړي او ځان لپاره ویاړ ترلاسه کړي. سوریانوس یو لښکر (په اغلب ګومان نهم هیسپانا) د ارمنستان په لور ولېږدوه، خو په الګیا کې (د کپادوکیا د پولو پورې غاړه ښار) له فرات سرچینو څخه تېر شوی د اشکانیانو لوی لښکرمشر خسرو له‌خوا په لومه کې پرېوت. سوریانوس هڅه وکړه ترڅو له خسرو سره جګړه وکړي، خو ډېر ژر پوه شو چې مبارزې یې ګټه نه‌لري، نو ځان‌وژنه یې وکړه. لښکر یې په ډله‌ییزه توګه ووژل شو او دغې جګړې یوازې درې ورځې دوام وکړ.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ټولواکمنۍ په نورو پولو کې هم د جګړې ګواښ لیدل کېده: په بریتانیا، ریشیه او برني آلمان کې، چېرې چې د تاونوس غرونو چاتي قبیله په وروستیو کې له لیمز پولې څخه اوښتې وه. مارکوس اوریلیوس چې د پیوس له مړینې وروسته د ۱۶۱ کال د مارچ پر ۷مه امپراتور شوی ؤ، چمتو نه‌ؤ. داسې برېښېدل چې پیوس هغه ته هېڅ ډول نظامي روزنه نه‌ده ورکړې؛ مورخ لیکي چې مارکوس د پیوس واکمنۍ ټوله دروېشت کلنه دوره د امپراتور ترڅنګ تېره کړه، نه په ښارونو کې، چېرې چې ډېري پخواني امپراتوران د خپلې واکمنۍ لومړۍ دورې تېروي. مارکوس اړینې ګومارنې ترسره کړې: د بریتانیا حاکم «مارکوس مارکوس ستاتیوس پریسکوس واستول شو ترڅو د سوریانوس پر ځای د کپادوکیا حاکم په توګه وټاکل شي، چې وروسته یې ځای سکستوس کالپورنیوس اګریکولا ونیوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نور بد خبرونه ورسېدل: د اتیدیوس کورنلیانوس پوځ له اشکانیانو سره په جګړه کې ماته خوړلې وه او په ګډوډۍ سره یې شاتګ کړی ؤ. تقویتي ځواکونه د اشکانیانو پولې لپاره واستول شول. پابلیوس جولیوس جمینیوس مارسیانوس، یو افریقایي سناتور چې په ویندوبونا (ویانا) کې د لسم جېمینا لښکر قوماندان ؤ، د لښکر له ضربتي ډلې سره له دانوبي لښکرو څخه جلا او کپادوکیا ته ولاړ. درې لویې لښکرې هم ختیځ ته واستول شوې: لومړی مینرویا د برني آلمان له بُن څخه، دوه‌یم ادیوتریکس له اکوینکوم څخه او پنځم مقدونیکا له تروزمیز څخه. شمالي پولې له ستراتیژیک پلوه ضعیفه شوې وې؛ د پوله‌ییزو سیمو حاکمانو ته هدایت ورکړل شوی ؤ ترڅو د امکان تر بریده له جګړې او نښتو څخه ډډه وکړي. د خپله اتیدیوس کورنلیانوس پر ځای د لومړي کاکا زوی یې م. انیوس لیبو واک په لاس کې ونیوه. هغه ځوان ؤ، په ۱۶۱ کې د لومړي ځل لپاره قنسول شوی ؤ، نو له‌دې امله په ډېر احتمال سره عمر یې دېرشو کلونو ته رسېده او یوازې د یوه اشرافي په توګه، نظامي تجربه یې نه‌درلوده. مارکوس د وړتیا لرونکي شخص پر ځای یو باوري او د اعتماد وړ کس ټاکلی ؤ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مارکوس د اتروریا په ساحل کې په تفرېحي ښار السیوم کې د څلورو ورځو لپاره عمومي رخصتي ونیوله. هغه ډېر اندېښمن ؤ او هوساینې ته یې اړتیا درلوده. خپل پخواني روزونکي «مارکوس کورنلیوس فرونتو» ته یې د یوه لیک له‌لارې وویل چې د د خپلو رخصتیو په هکله به ونه‌غږېږي. فرونتو د پېغور په ډول ځواب ورکوي: «څه؟ زه نه‌پوهېږم چې ته څلور ورځې د لوبو، ټوکو ټکالو او بنډار کولو لپاره السیوم ته ولاړ یې؟». هغه مارکوس وهڅوه ترڅو استراحت وکړي او هغه ته یې د پخوانیو مثالونه وړاندې کړل (پيوس په پالسترا کې له تمرین کولو، کب نیولو او کمیډي څخه خوند اخېست) او تر هغه ځای مخکې ولاړ چې د سهار او ماښم ترمنځ یې د خدای له‌خوا د ورځې وېشلو په هکله یوه کیسه ولیکله ــ مارکوس ډېري وخت د ماښام له‌خوا د استراحت پر ځای قضایي چارې څېړلې. مارکوس د فرونتو مشورې او سپارښتنې ونه‌ښوې منلای. هغه په ځواب کې لیکي: «پر اوږه مې داسې دندې پرتې دي چې په سختۍ سره ورڅخه خلاصېدلای شم». مارکوس د فرونتو غږ د خپل تنبېه کولو لپاره پورته کړ: «ته به وایې چې ‹زما نصحیت تا سره ډېره مرسته کړې ده!›». هغه استراحت کړی ؤ او ډېري وخت به یې استراحت کاوه خو «ــ د دندې لپاره دغه سرښندنه! بې له تا څوک ښه پوهېږي چې دغه سرښندنه څومره ګرانه ده!».[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

فرونتو مارکوس ته، د سیسرو پخواني Lege Manilia (د مانیلیوس قانون) په شمول، د مطالعې لپاره د مطالبو یوه ټولګه ولېږله، چې په هغه کې ویناوال د پومپیوس په ننګه استدلال کوي، چې په ميتراداتي جګړه کې لوی قوماندان پاتې ؤ. دا یو مناسب اخځلیک ؤ (د پومپیوس جګړې هغه ارمنستان ته رسولی ؤ) او کېدای شي ختیځې جبهې ته د لوسیوس استولو پر پرېکړې باندې یې مستقیمه اغېزه درلوده. «په هغه کې به ډېر څپرکي ومومې چې په مناسبه توګه د پوځ قوماندانو ټاکنو، د متفقینو ګټو، د ولایتونو ساتنې، د سرتېرو انضباط او د جګړې په ډګر او نور ځایونو کې د قوماندانو لپاره اړینو شرایطو په هکله ستا له مشورو سره جوړ راځي […]». د اشکانیانو د جګړې له بهیر څخه د خپلې ناخوالې له‌منځه وړلو لپاره، فرونتو مارکوس ته په غوره سره یو اوږد لیک واستوه چې له تاریخي اخځلیکونو څخه ډک ؤ. د فرونتو آثارو په اوسمهالو نسخو کې دغه لیک ته De bello Parthico (د اشکانیانو جګړې په هکله) نوم ورکړل شوی دی. فرونتو لیکي چې روم په تېرو وختونو کې، په آلیا، کاودیوم، کانای، نومانتیا، سیرتا او کارهای کې د تراجان، هادریان او پیوس واکمنیو پر مهال ځینې ماتې خوړلې دي؛ خو په پای کې، رومیان تل خپل پر دښمنانو غلبه کړې ده: «تل او هر ځای کې [مارس (د یونانیانو د جګړو خدای)] زموږ ستونزې په بریاوو او زموږ ډار په سوبه اړولی دی».[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د لوسیوس استونه او ختیځ ته سفر، ۱۶۱-۱۶۳؟

[سمول]

د ۱۶۱-۱۶۲ز کال په ژمي لا بد خبرونه ورسېدل، په سوریه کې یوه لویه بلوا رامنځ‌ته کېدله. پرېکړه وشوه چې لوسیوس په خپله د اشکانیانو جګړې قومانده په لاس کې ونیسي. هغه د مارکوس په پرتله لا پیاوړی او روغ ؤ، د نظامي فعالیت لپاره د هغه پیاوړتیا او زړه‌ورتوب ښه استدلالونه وو. د لوسیوس بیوګرافي لیکوال د پټو انګېزو وړاندیز کوي: د لوسیوس د عیاشیو مخنیوی، په هغه کې د سپما عادت رامنځ‌ته کول، د جګړو ډار او وحشت پر مټ د هغه روحیې جوړول، او پر دې پوهېدل چې هغه یو ټولواکمن دی. په هر حال، سنا خپله موافقه اعلان کړه او لوسیوس ولاړ. مارکوس به په روم کې پاتې کېده؛ ښار کې «د یوه ټولواکمن شتون اړین ګڼل کېږي». [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

[سمول]
  1. E.g. Birley, "Hadrian to the Antonines", 160.
  2. HA Pius 12.7; Birley, Marcus Aurelius, 114, 121.
  3. Event: HA Marcus 8.6; Birley, Marcus Aurelius, 121. Date: Jaap-Jan Flinterman, "The Date of Lucian's Visit to Abonuteichos," Zeitschrift für Papyrologie und Epigraphik 119 (1997): 281.
  4. HA Marcus 8.6; Birley, Marcus Aurelius, 121.
  5. Lucian, Alexander 27; Birley, Marcus Aurelius, 121.
  6. Birley, Marcus Aurelius, 121. On Alexander, see: Robin Lane Fox, Pagans and Christians (Harmondsworth: Penguin, 1986), 241–50.
  7. Lucian, Alexander 30; Birley, Marcus Aurelius, 121.
  8. Lucian, Alexander 27; Birley, Marcus Aurelius, 121–22.
  9. Birley, Marcus Aurelius, 278 n.19.
  10. Dio 71.2.1; Lucian, Historia Quomodo Conscribenda 21, 24, 25; Birley, Marcus Aurelius, 121–22.
  11. HA Marcus 8.7; Birley, Marcus Aurelius, 122.
  12. HA Pius 7.11; Marcus 7.2; Birley, Marcus Aurelius, 103–4, 122.
  13. Birley, Marcus Aurelius, 123, citing A.R. Birley, The Fasti of Roman Britain (1981), 123ff.
  14. HA Marcus 8.8; Birley, Marcus Aurelius, 123, citing W. Eck, Die Satthalter der germ. Provinzen (1985), 65ff.
  15. HA Marcus 8.6; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  16. Corpus Inscriptionum Latinarum 8.7050 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.–51 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  17. Incriptiones Latinae Selectae 1097 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.–98 Archived 2 June 2017 at the Wayback Machine.; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  18. Incriptiones Latinae Selectae 1091 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  19. Incriptiones Latinae Selectae 2311 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  20. HA Marcus 12.13; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  21. HA Verus 9.2; Birley, Marcus Aurelius, 125.
  22. L'Année Épigraphique 1972.657 Archived 29 April 2012 at the Wayback Machine.; Birley, Marcus Aurelius, 125.
  23. De Feriis Alsiensibus 1 (= Haines 2.3); Birley, Marcus Aurelius, 126.
  24. De Feriis Alsiensibus 3.4 (= Haines 2.9); Birley, Marcus Aurelius, 126–27.
  25. De Feriis Alsiensibus 3.1 (= Haines 2.5), qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, 126.
  26. De Feriis Alsiensibus 3.6–12 (= Haines 2.11–19); Birley, Marcus Aurelius, 126–27.
  27. De Feriis Alsiensibus 4, tr. Haines 2.19; Birley, Marcus Aurelius, 127.
  28. De Feriis Alsiensibus 4 (= Haines 2.19), qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, 127.
  29. Birley, Marcus Aurelius, 127.
  30. De bello Parthico 1 (= Haines 2.21).
  31. De bello Parthico 2 (= Haines 2.21–23); Birley, Marcus Aurelius, 127.
  32. De bello Parthico 1 (= Haines 2.21), qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, 127.
  33. De bello Parthico 10 (= Haines 2.31), qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, 127.
  34. Dio 71.1.3; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  35. HA Marcus 8.9, tr. Magie; Birley, Marcus Aurelius, 123.
  36. HA Verus 5.8; Birley, Marcus Aurelius, 123, 125.