د سور پوستو لرې کول/له صحنې ویستل
د سورپوستانو لرې کول یا له صحنې ویستل د متحده ایالاتو دولتي پالیسي وه چې له مخې یې د امریکا په ختیځ کې د اصلي امریکایانو خود مختاره قبیلې په جبري توګه د میسي سي پي سیند لویدیځو څنډو – په ځانګړې توګه د سورپوستو لپاره ټاکل شوې سیمې (تقریبا اوسنۍ اوکلاهاما) ته کډه شوې. د سورپوستانو د لرې کولو هغه کلیدي قانون چې له صحنې څخه یې د سورپوستانو د ویستلو اجازه ورکوله په ۱۸۳۰ زکال کې د ولسمشر اندروجکسون له خوا لاسلیک شو. په داسې حال کې چې جکسون د سورپوستانو پر وړاندې شدید دریځ درلود خو دغه قانون د مارتنی ون بورن د ادارې پر مهال پلی شو. په ۱۸۳۱ زکال کې د دغه قانون له تصویب وروسته د چروکي، ماسکوګي (کرېک)، سمینول، چیکاساو او چوکتاو ملتونو ته اړوند نږدې ۶۰۰۰۰ وګړي (د هغوی د زرګونو تورپوستو غلامانو په ګډون) په زور سره د خپلو اجدادو له سیمو وویستل شول؛ سربېره پر دې په دغه جبري خروج کې چې د (Trail of Tears) په نامه یادېږي په زرګونو کسان ووژل شول. [۱][۲][۳][۴]
د سورپوستو د صحنې ویستلو سیاست د سپین پوستو ترمنځ یو له محبوبو سیاستونو څخه و چې د استعمار په دوره کې په شمالي امریکا کې د اروپايي کډوالو او وروسته له هغه د شلمې پېړۍ تر نیمایي پولې د متحده ایالاتو د دولت (او د هغو د وګړو) له خوا د قلمروي تکامل د چارو پایله وه. د دغو سیاستونو رېښه د جیمز مونرو مدیریت ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې ځینې مهال هغه د اروپایانو او اصلي امریکایانو ترمنځ له ۱۷ مې پېړۍ څخه تر ۱۹ مې پېړۍ پورې مخ پر زیاتېدونکو شخړو ته اړوند بلل کېږي (هغه مهال چې سپین پوستو مهاجرینو د تقدیر په مانیفیست باندې د کلتوري باور له مخې په لویدیځ باندې فشار راوړ). له همدغه مهال وروسته له صحنې څخه د سورپوستو د ویستلو اړوند تاریخي لیدلوري تر بیاځلي ارزونې لاندې ونیول شول. په هغه کلیدي پیښو کې چې د دغه قانون د پراختیا لامل وګرځېدې د فورټ میمز عام وژنه (Fort Mims massacre) او د آسونو د نعل (American Revolutionary) په نامه جګړه شاملېدله. د دغه چارې ملاتړ کوونکو همدارنګه یادونه کوله چې مسکوګي وګړي د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال له بریتانویانو سره یو موټی شوي و. تاریخ لیکونکي د امریکايي بومي وګړو له صحنې ویستل د پلار پالنې (paternalism)، قومي تصفیې او یا هم د نسل وژنې په توګه توصیف کوي. [۵][۶]
انقلابي مخینه/بګرونډ
[سمول]د متحده ایالاتو د انقلاب او د هغو د دوران په لومړیو کې امریکايي رهبرانو د دې اړوند چې له بومي امریکایانو سره د افرادو یا ملت په توګه چلن وشي بحثونه کړي.
د خپلواکۍ اعلامیه
[سمول]د خپلواکۍ د اعلامیې په کیفري برخه کې د متحده ایالاتو بومي اوسېدونکي د «بې رحمه وحشي سورپوستو» په توګه یاد شوي چې په هغه مهال کې رایج لیدلوری منعکس کوي.
بنجامین فرانکلن
[سمول]د «کنفدراسیون د وړاندیزو شوو موادو» په مسوده کې چې د ۱۷۷۵ زکال د مۍ په ۱۰ مه نېټه قاره یي کانګرس ته وړاندې شوه؛ بنجامین فرانکلن په هغه هېواد کې چې د زیږون په درشل کې و له سورپوستو په ځانګړې توګه د ایروکوئي کنفدراسیون له شپږو ملتونو سره د «دایمي اتحاد» غوښتنه وکړه:
یوولسمه ماده: هر هغه مهال چې شونې وي باید له شپږو ملتونو سره یو تهاجمي او دفاعي اتحاد رامنځته شي؛ حدود یې ځانګړي شي او هغوی ته تضمین ورکړل شي؛ د هغوی ځمکې به له تېري سره نه مخ کېږي، هغوی به هېڅ خصوصي یا استعماري پېر ته له دې وروسته اجازه نه ورکوي او د ځمکو اړوند به یې هېڅ هوکړه نه ترسره کېږي، مګر دا چې په اونونداګا کې د سور پوستو لویه شورا او عمومي کانګرس یې په اړه پرېکړه وکړي. د نورو سور پوستو پولې او ځمکې هم باید په همدغه ډول ترتیب، مالومې او له هغو ساتنه وشي.
د کانګرس لومړني ګامونه
[سمول]د کنفدرسیون کانګرس د شمال لویدیځ قلمرو اړوند فرمان په ۱۷۸۷ زکال کې تصویب کړ (چې له مخې یې په راتلونکو کلونو کې د متحده ایالاتو د قلمرو پراختیا ته لار برابروله) او د امریکايي بومي وګړو د «مالکیت، حقونو او آزادیو» څخه یې د ملاتړ غوښتنه کوله؛ په ۱۷۸۷ زکال کې د متحده ایالاتو اساسي قانون (د لومړي فصل اتمې مادې) کانګرس ته له سورپوستو قبیلو سره د سوداګرۍ د تنظیم کولو مسئولیت ورکړ. په ۱۷۹۰ زکال کې د متحده ایالاتو نوي کانګرس له سورپوستو سره د نه غرض لرلو قانون (په ۱۷۹۳، ۱۷۹۶، ۱۷۹۹، ۱۸۰۲، ۱۸۳۴ کې تجدید او اصلاح شو) د په رسمیت پېژندل شو قبیلو د ځمکنیو حقونو څخه د ساتنې او د هغو د تدوین په موخه تصویب کړ.
جورج واشنګټن
[سمول]ولسمشر جورج واشنګټن په ۱۷۹۰ زکال کې د خپلې وینا پر مهال سنکا ملت ته په خپلو خبرو کې له مشروطیت وړاندې د سورپوستو د ځمکو پلور «شرارت» وباله او زیاته یې کړه چې دغې دوسیې اوس تغیر کړی او ژمن شوی چې د امریکايي بومي وګړو لپاره «عادلانه حقوق» خوندي کړي. د ۱۷۹۲ زکال په مارچ او اپرېل میاشت کې واشنګټن د فلادلیفیا د قبایلو له ۵۰ مشرانو – د ایروکوئيانو په ګډون – سره ولیدل او د متحده ایالاتو او د هغوی ترمنځ یې د ملګرتیا په پیاوړي کولو خبرې وکړې. د همدغه کال په وروستیو کې واشنګټن کانګرس ته په خپل څلورم کلني پیغام کې له سورپوستو امریکایانو سره د سولې، باور او سوداګرۍ د رامنځته کولو په اړتیا ټینګار وکړ:
زه نشم کولای د سورپوستو د چارو موضوع رد کړم، پرته له دې چې تاسو ته دا توصیه وکړم چې زموږ د داخلي پولو دننه قوانینو ته د انرژي ورکولو په موخه باید د سور پوستو پر وړاندې د ظلم او ناروا څخه د مخه نیولو په موخه له کافي مصلحت کار واخیستل شي. له دغې چارې پرته د آرام سمندر لپاره به زموږ طرحې بې ګټې وي. [۷]
په ۱۷۹۵ زکال کې نوموړي کانګرس ته په خپل اووم کلني پیغام کې اعلان وکړ چې که چېرې د متحده ایالاتو دولت له سورپوستو سره د سولې غوښتونکی وي، باید له هغوی سره سوله ئیز چلند ولري. که چېرې متحده ایالات غواړي د سورپوستو بریدونه ودرول شي، په پولو کې د میشتو امریکایانو بریدونه هم باید ودرول شي.
توماس جفرسون
[سمول]توماس جفرسون د ویرجینیا ایالت په اړه په خپلو یاددښتونو (۱۷۸۵ زکال) کې د امریکايي بومیانو له کلتور دفاع وکړه او څرګنده یې کړه چې د ویرجینیايي قبایلو د «حق او باطل اړوند خپل اخلاقي احساس له مخې» « هېڅ قانون، هېڅ زور ویونکي ځواک او د حکومت هېڅ سیوري/اغېز ته نه تسلیم کېدو» حیران کړی. هغه د همدغه کال په وروستیو کې مارکي دوشاستلوکس ته ولیکل، «زه باور لرم چې سورپوستي له جسمي او عقلي پلوه له سپین پوستو سره یو شان دي». د جفرسون هیله، هماغه ډول چې د فرانسیس پل پروچا له خوا تعبیر شوې دا وه چې امریکايي بومیان له اروپايي امریکایانو سره ګډ او یو موټی وګړي شي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره ولسمشر جفرسون د متحده ایالاتو یو شمېر سورپوستو ملتونو ته د امریکايي تابعیت او همدارنګه د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اعتبار ورکړې وړاندیز وکړ.
د ۱۸۰۳ زکال د فبروري په ۲۷ مه جفرسون په یوه لیک کې ویلیام هنري هریسون ته ولیکل:
په دې ترتیب سره به په تدریجي ډول د سورپوستو اړوند زموږ حدود راکمېږي او دوی به د وخت په تېریدو د متحده ایالاتو د وګړو په توګه له موږ سره ترکیب کېږي او یا به هم دوی له مي سي سي پي هاخوا ویستل کېږي. لومړۍ چاره په ډاډمنه توګه د هغوی د تاریخ له منځه تلل او د خوښې وړ کار دی. خو په ټولیزه کې د دغې چارې لپاره دا اړینه چې د هغوی مینه راوپاروو. د هغوی د وېرې اړوند موږ د دې تصور کوو چې زموږ قوت او ضعف اوس مهال پدې توګه د لید وړ واوسي چې هغوی وویني؛ موږ د هغوی د له منځه وړو په موخه خپل لاسونه تړلي او د هغوی په اړه زموږ ټولې آزادۍ یوازې د انسانیت له انګېزو سرچینه اخلي. [۸]
جفرسوني پالیسي
[سمول]د ولسمشر په توګه توماس جفرسون د سورپوستو اړوند خپل پراخ سیاست ته د دوه موخو لپاره پراختیا ورکړه. هغه غوښتل څو دا څرګنده کړي چې بومي ملتونه (نه بهرني ملتونه) په کلکه سره نوي متحده ایالاتو ته اړوند دي؛ ځکه هغه د ملت خوندیتوب مهم باله. هغه همدارنګه غوښتل هغوی متمدنه کړي څو د ژوند کرنیز ډول د راټولونکي ښکاري ژوند پر ځای غوره کړي. دغه موخې یوازې د هوکړو او سوداګرۍ له لارې ترلاسه کېدلای شوې.
جفرسون په پیل کې داسې امریکايي سیاست ترویج کړ چې امریکايي بومي وګړي یې جذب کولو یا «متمدنه کېدو» ته هڅول. هغه د ولسمشر په توګه د ډېرو بومي امریکايي قبایلو د ملګرتیا او همکارۍ جلبولو په موخه ترسره کړې او څو ځله یې د سپین پوستو او تورپوستو د واحد ملت لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
سرچينېl
[سمول]- ↑ Thornton, Russell (1991). "The Demography of the Trail of Tears Period: A New Estimate of Cherokee Population Losses". In William L. Anderson (ed.). Cherokee Removal: Before and After. pp. 75–93.
{{cite book}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Prucha, Francis Paul (1995). The Great Father: The United States Government and the American Indians. U of Nebraska Press. pp. 241 note 58. ISBN 0803287348.
- ↑ Ehle, John (2011). Trail of Tears: The Rise and Fall of the Cherokee Nation. Knopf Doubleday Publishing Group. pp. 390–392. ISBN 9780307793836.
- ↑ "A Brief History of the Trail of Tears". www.cherokee.org. خوندي شوی له اصلي څخه په October 18, 2017. بياځلي په October 17, 2017.
- ↑ "Indian Removal Act: The Genocide of Native Americans – UAB Institute for Human Rights Blog". sites.uab.edu. بياځلي په 2021-10-16.
- ↑ Stannard, David (1992). American Holocaust: The Conquest of the New World. Oxford University Press.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedMillerCenter2016
- ↑ "Founders Online: From Thomas Jefferson to William Henry Harrison, 27 February 1 …". founders.archives.gov (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-27.