Jump to content

د مریخ استوګنیز کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مریخ استوګنیز کول یوه فرضي تګلاره ده چې د سیاروي انجینرۍ یوه پروژه یا هم‌مهاله پروژې په کې شاملې دي او موخه یې دا ده چې مریخ له غیر مسکوني سیارې څخه پر داسې سیاره بدله کړي چې له ساتنې او منځګړیتوب پرته په پایدار ډول د انسانانو او نورو ژوندیو ډولونو کوربه‌توب وکړي. په دې پروسه کې به د ګڼو نوښتونو او ایکولوژيکي سیستمونو د لګولو له لارې د سیارې د اوسني اقلیم، اتوموسفیر او سطحې بیا رغونه شامله وي.

د نورو سیارو پر ځای د مریخ د استوګنیز کولو لپاره دلایل دا دي چې په مریخ کې اوبه شته او جیولوژيکي تاریخ یې څرګندوي چې دغې سیارې یو وخت د ځمکې په څېر متراکم اتومسفیر درلود. په خطرونو او ستونزو کې یې د جاذبې کموالی، د ځمکې په نسبت د رڼا ټیټه کچه او د مقناطیسي ساحې نشتوالی شامل دي.

په دې اړه اختلاف موجود دی چې ایا اوسنۍ ټکنالوژۍ کولی شي دغه سیاره د استوګنې وړ کړي که نه. بله نیوکه د مریخ د استوګنیز کولو په اړه اخلاقي اندېښنې او ډېر لګښتونه دي. د مریخ د استوګنیز کولو دلایل په ځمکه کې د سرچینو د کارولو او کمېدو په اړه اندېښنې له منځه وړي او استدلال کوي چې په نورو سیارو کې په ورپسې یا هم‌مهاله ډول مېشتېدنه د انسانیت د ورکېدو یا له منځه تلو احتمال کموي.

وړاندیز شوي مېتودونه او ستراتيژۍ

[سمول]

د مریخ استوګنیز کول به درې لوی بدلونونه رامنځته کړي: د مګنټوسفیر جوړول، د اتوموسفیر جوړول او د تودوخې لوړول. د مریخ اتوموسفیر نسبتاً نازک دی او د سطحې فشار ډېر ټیټ دی. ځکه چې اتوموسفیر يې تر ډېره پورې له کاربن ډای اکسایډ څخه جوړ دی چې دا د ګلخانه‌يي ګازونو یو پېژندل شوی ګاز دی، کله چې مریخ پر تودېدو پیل وکړي کاربن ډای اکسایډ ښايي له سطحې سره نږدې د حرارتي انرژۍ په ساتلو کې مرسته وکړي. پر دې سربېره لکه څرنګه چې دا سیاره ګرمېږي، ډېر کاربن ډای اکسایډ باید په قطبونو کې له کنګل شویو زېرمو څخه فضا ته ننوځي چې د ګلخانه‌يي ګازونو اغېزې ډېروي. دا په دې معنا ده چې د اتوموسفیر د جوړولو او ګرمولو دوې پروسې به یو بل پياوړي کوي او له استوګنیز کولو سره به مرسته کوي. د لمریز باد په مرسته به د تخریب پر وړاندې د محافظتي نړیوالې مقناطیسي ساحې د نشتوالي له امله پر یوه ځای د اتوموسفیر ساتل ستونزمن وي.[۱][۲][۳][۴]

د امونیا واردول

[سمول]

د مریخ د اتوموسفیر پیاوړي کولو یو مېتود دا دی چې مریخ ته امونیا (NH3) ور وړل شي. احتمالاً په هغو وړو سیارو کې زیاته اندازه امونیا په کنګل شوي شکل کې موجوده ده چې تر لمریز نظام بهر ګرځي. ښايي له امونیا څخه دغه بډای مدارونه یا کوچني مدارونه په داسې ډول وګرځول شي چې له مریخ سره ټکر وکړي او په دې توګه امونیا د مریخ اتوموسفیر ته ولېږدول شي. خو امونیا د مریخ په فضا کې پایداره نه ده او تر څو ساعتونو وروسته په (ډایټومیک) نایتروجن او هایدروجن تجزیه کېږي. امونیا یو پیاوړی ګلخانه‌يي ګاز دی، خو ډېره ممکنه نه ده چې سیارې ته ډېره تودوخه تولید کړای شي. ښايي نایتروجن ګاز بالاخره د هغو ورته پروسو په پایله کې له منځه یوړل شي چې د مریخ ډېره برخه اصلي اتوموسفیر یې له منځه وړی، خو فکر کېږي چې دغو پروسو په سلګونو میلیونو کلونو وخت نیولی. که وزن یې ډېر کم شي، هایدروجن به ډېر زر حذف شي. کاربن ډای اکسایډ د امونیا د وزن دوه نیم برابره دی او د نایتروجن ګاز چې مریخ یې په سختۍ سره ساتي، وزن یې یو نیم برابره ډېر دی، ځکه نو هره وارده شوې امونیا چې تجزیه نه شي هم په چټکۍ سره په اتوموسفیر کې له منځه ځي.[۵][۶][۷]

د هایدرو کاربنونو واردول

[سمول]

د مریخ د اتوموسفیر جوړولو بله لاره دا ده چې میتان (CH4) یا نور هغه هایدرو کاربنونه ور وړل شي چې د تیتان په اتوموسفیر او سطحه کې عام دي؛ میتان اتوموسفیر ته داخلېدای شي او هلته د ګلخانه‌يي اغېزې د ترکیب په توګه عمل کولی شي. د امونیا په څېر میتان هم نسبتاُ سپک ګاز دی. په حقیقت کې یې د امونیا په پرتله وزن لږ دی او په ورته ډول که اتوموسفیر ته ننوځي، د امونیا په پرتله په چټکۍ سره په اتوموسفیر کې ورکېږي. ان که اتوموسفیر ته یې د تېښتې د مخنیوي لپاره یوه طریقه وموندل شي، میتان ښايي د مریخ په اتوموسفیر کې وړاندې له دې چې له منځه لاړ شي یوازې د یوې محدودې مودې لپاره پاتې شي. د میتان د ژوند اټکل له ۰.۶ تر ۴ کلونو پورې دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د فلورین مرکباتو استفاده

[سمول]

د سلفر هیکزافلورایډ، کلورو فلورو کاربنونو او یا پرفلورو کاربنونو په څېر قوي ګلخانه‌يي ګازونه د مریخ د ګرمولو او د دې تر څنګ د اوږدمهالي اقلیمي ثبات د ساتلو لپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندیز شوي دي. دا ګازونه مریخ ته د ور وړلو لپاره وړاندیز شوي دي، ځکه چې د کاربن ډای اکسایډ په پرتله زرګونه ځله قوي ګلخانه‌يي اغېزې رامنځته کوي. د فلورین مرکبات لکه سلفر هیکزافلوورایډ او پرفلوورو کاربنونه د کلورین د مرکباتو په پرتله غوره دي، ځکه چې دا مرکبات اوزون له منځه وړي. داسې اټکل شوی چې نږدې ۰.۳ مایکرو بارو کلورو فلورو کاربن باید د مریخ اتوموسفیر ته ننوځي تر څو د سوېلي قطب کاربن ډای اکسایډ طبیعي کنګلونه له کنګل حالت څخه بخار حالت ته واړوي. دا له کابو ۳۹ میلیونه ټنه کتلې سره مساوي دی او له ۱۹۷۲ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې په ځمکه کې د تولید شوي کلورو فلورو کاربنونو شاوخوا درې برابره دی. د تودوخې ساتل به د داسې مرکباتو دوامدار تولید ته اړتیا ولري چې د فوتولېزېز له امله ویجاړ شوي دي. اټکل شوی چې په کال کې د ۱۷۰ کیلو ټن غوره ګلخانه‌يي مرکباتو(CF3CF2CF3, CF3SCF2CF3, SF6, SF5CF3, SF4 (CF3)2)  ور وړل به د -K70 ګلخانه‌يي اغېزې ساتلو لپاره کافي وي چې د ځمکې په څېر فشار او د ځمکې په څېر جوړښت کې رامنځته شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د استوګنیز کولو ترموډینامیک

[سمول]

د سوېلي قطب له کنګل کېدو څخه د کاربن ډای اکسایډ د بخار کولو لپاره د اړینې انرژۍ ماډل په ۱۹۹۳ کال کې «زوبرین» او «مکي» جوړ کړ. که مداري هېندارې یا منعکسوونکي وکارول شي، اټکل کېږي چې ۱۲۰ مېګاواټه کلنۍ برېښنایي انرژۍ ته به اړتیا وي تر څو د قطبي کنګلونو د بخار کولو لپاره په لویه اندازه منعکسوونکي تولید کړي. دا تر ټولو اغېزناک مېتود ګڼل کېږي خو لږ عملي دی. که چېرې د قوي هالو کاربن له ګلخانه‌يي ګازونو څخه کار واخیستل شي، د دې تودوخې د عملي کولو لپاره به ۱۰۰۰ مېګاواټه کلنۍ برېښنا ته اړتیا وي. که دا ټول کاربن ډای اکسایډ اتوموسفیر ته ننوځي، دا به یوازې د اوسني اتوموسفیر فشار له ۶ ملي بار څخه ۱۲ ملي بار ته دوه برابره کړي چې د ځمکې د سمندر د سطحې د اوسط فشار شاوخوا ۱.۲ سلنې ته رسېږي. د تودوخې هغه اندازه چې دا مهال په اتوموسفیر کې ان د ۱۰۰ ملي بار کاربن ډای اکسایډ  په اېښودلو سره تولیدېدای شي، کابو د ۱۰ کلوین شاوخوا ده. پر دې سربېره، کله چې اتوموسفیر ته ننوځي، ښايي په چټکۍ سره له منځه لاړ شي چې دا به یا په فرعي سطحه کې د خپرېدو او جذبولو یا په قطبي څنډو کې د بیا ځلیدنې له لارې له منځه ځي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Chang, Kenneth (5 November 2015). "Solar Storms Strip Air From Mars, NASA Says". The New York Times. Archived from the original on August 25, 2019. نه اخيستل شوی 5 November 2015.
  2. Staff (5 November 2015). "VIDEO (51:58) – MAVEN – Measuring Mars' Atmospheric Loss". NASA. Archived from the original on August 25, 2017. نه اخيستل شوی 5 November 2015.
  3. Northon, Karen (5 November 2015). "NASA Mission Reveals Speed of Solar Wind Stripping Martian Atmosphere". NASA. Archived from the original on January 12, 2019. نه اخيستل شوی 5 November 2015.
  4. Wall, Mike (5 November 2015). "Mars Lost Atmosphere to Space as Life Took Hold on Earth". Space.com. Archived from the original on July 18, 2018. نه اخيستل شوی 6 November 2015.
  5. Dandridge M. Cole; Donald William Cox (1964). Islands in Space: The Challenge of the Planetoids. Chilton Books. pp. 126–127.
  6. Robert M. Zubrin (Pioneer Astronautics), Christopher P. McKay. NASA Ames Research Center (c. 1993). "Technological Requirements for Terraforming Mars". Archived from the original on February 1, 2016. نه اخيستل شوی August 10, 2006.
  7. Whitehouse, David (July 15, 2004). "Dr. David Whitehouse – Ammonia on Mars could mean life". BBC News. Archived from the original on October 31, 2012. نه اخيستل شوی August 14, 2012.
  8. Mat Conway (فبروري 27, 2007). "Now We're There: Terraforming Mars". Aboutmyplanet.com. Archived from the original on July 23, 2011. نه اخيستل شوی اگسټ 20, 2011.
  9. "Terraforming – Can we create a habitable planet?" (PDF). Archived (PDF) from the original on April 20, 2018. نه اخيستل شوی January 16, 2010.
  10. "Overview of Greenhouse Gases". epa.gov. United States Government EPA. December 23, 2015. Archived from the original on August 12, 2016. نه اخيستل شوی 2016-10-24.
  11. Mumma, Michael J.; et al. (February 20, 2009). "Strong Release of Methane on Mars in Northern Summer 2003" (PDF). Science. 323 (5917): 1041–1045. Bibcode:2009Sci...323.1041M. doi:10.1126/science.1165243. PMID 19150811. S2CID 25083438. نه اخيستل شوی November 26, 2018.
  12. Franck, Lefèvre; Forget, François (August 6, 2009). "Observed variations of methane on Mars unexplained by known atmospheric chemistry and physics". Nature. 460 (7256): 720–723. Bibcode:2009Natur.460..720L. doi:10.1038/nature08228. PMID 19661912. S2CID 4355576.
  13. Robert M. Zubrin (Pioneer Astronautics), Christopher P. McKay. NASA Ames Research Center (c. 1993). "Technological Requirements for Terraforming Mars". Archived from the original on February 1, 2016. نه اخيستل شوی August 10, 2006.
  14. Gerstell, M. F.; Francisco, J. S.; Yung, Y. L.; Boxe, C.; Aaltonee, E. T. (2001). "Keeping Mars warm with new super greenhouse gases". Proceedings of the National Academy of Sciences. 98 (5): 2154–2157. Bibcode:2001PNAS...98.2154G. doi:10.1073/pnas.051511598. PMC 30108. PMID 11226208.
  15. Teles, A. M. M. (2015). Jin, Shuanggen; Haghighipour, Nader; Ip, Wing-Huen (eds.). "Mars Astrobiology: Recent Status and Progress". Planetary Exploration and Science: Recent Results and Advances: 147–245. doi:10.1007/978-3-662-45052-9. ISBN 978-3-662-45051-2. S2CID 125651936.
  16. Can Mars be Terraformed? Archived September 6, 2017, at the Wayback Machine. (PDF) B. M. Jakosky and C. S. Edwards. Lunar and Planetary Science XLVIII, 2017
  17. Gerstell, M. F.; Francisco, J. S.; Yung, Y. L.; Boxe, C.; Aaltonee, E. T. (2001). "Keeping Mars warm with new super greenhouse gases". Proceedings of the National Academy of Sciences. 98 (5): 2154–2157. Bibcode:2001PNAS...98.2154G. doi:10.1073/pnas.051511598. PMC 30108. PMID 11226208.
  18. Robert M. Zubrin (Pioneer Astronautics), Christopher P. McKay. NASA Ames Research Center (c. 1993). "Technological Requirements for Terraforming Mars". Archived from the original on February 1, 2016. نه اخيستل شوی August 10, 2006.
  19. Can Mars be Terraformed? Archived September 6, 2017, at the Wayback Machine. (PDF) B. M. Jakosky and C. S. Edwards. Lunar and Planetary Science XLVIII, 2017
  20. Can Mars be Terraformed? Archived September 6, 2017, at the Wayback Machine. (PDF) B. M. Jakosky and C. S. Edwards. Lunar and Planetary Science XLVIII, 2017