Jump to content

زابلستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زابلستان د افغانستان په سویل کې یوه تاریخي سیمه وه چې تقریبا د زابل او غزني اوسنیو ولایتونه یې هم په بر کې نيول. د غزنویانو د واکمنۍ (977-1186) وروسته، "زابلستان" په لویه کچه تر خپلې پلازمینې او اصلي ښار، غزني پور محدود شو.

په لسمه پیړۍ کې، اسلامي سرچینې زابلستان د خراسان د سيمو د یوې برخې په توګه یادوي، چې د خراسان او هند تر منځ یوه سرحدي سیمه وه. [۱] په ترخ سیستان کې، چې په 1062 عیسوی کې ليکل شوی، لیکوال زابل د سیستان د ځمکې یوه برخه ګڼي، چې د هامون نخلستان څخه د سند سیند پورې غځیدلې سيمه ده. [۲]

نن ورځ د افغانستان اوسنی زابل ولایت او د ایران زابل ښار خپل نومونه له دې تاریخي سیمې څخه اخلي. زابلستان د فردوسي د شاهنامې د یوه کرکټر رستم د زیږون ځای هم بلل شوی، په دې سند کې د "زابلستان" کلمه له " سیستان " سره یو ځای کارول شوې چې دا یوه بله تاریخي سیمه وه، چې د اوسني ایران په ختیځ (سیستان او بلوچستان) ولایت کې واقع وه او د افغانستان اوسني ( نیمروز ، هلمند او کندهار) ولایتونو په لوديځ کې پرته وه. [۱]

د نوم ريښه

[سمول]

زابلستان (پارسي ژبه: زابلستان‎ ) د یوې سیمې نوم دی، په لفظي معنی د "زابل نوم او ستان یوه ځمکه" ده. د زابل د نوم ایتمولوژي په قیاس سره بدلون موندل شوې بڼه ده. جرمن مورخ مارکوارټ ، دا کلمه د منځني پیړیو د غیر معمولي ډول Jāwulistan په پښتو ژبه جاولستان د سنسکرت د اصطلاح بدله شوې بڼه ګني. [۱] ځينو اټکل کړی چې زابل کلمه ښايي د زنبیل لنډیز وي، چې له عربي سرچينو څخه یوې شاهي سيمې ته ورکول شوې، چې د زمیندار محلي کورنۍ ته اشاره کوي. که څه هم دا تيوري اوس مهال پخه نه ښکاري. [۱]

جاګوډا چې سانسکریت کلمه ده او د زعفران معنی ورکوي هم دې سيمې ته کارول شوې، [۳] د چينايي ګرځندوی راهب ژوانزانګ چې په 644 زږديز کال پر دې سيمه تېر شوی په چینایی ژبه دا سيمه Tsau-kü-ta ليکلې. [۱]

جغرافيه

[سمول]

د زابلستان تر ټولو پخوانۍ تفصیلي پېژندنه د لویدیځو سیمو په اړه د لوی تانګ (په انګلیسي ژبه Records of the Western Regions ) له یادون څخه ښکاري، چې په اوومه پېړۍ کې د چينايي ګرځندوی راهب شوان زنګ لخوا لیکل شوې دی. هغه د ټسو-کو-ټا (جاګودا) هېواد د لویو واورینو غرونو (هندوکش) او د تورو غرونو لړۍ (چې ښایي د سلیمان غرونه وي) ترمنځ ځای ښيي. دا سيمه په شمال کې له ورجستان، په شمال ختیځ کې له کاپیسا او په ختیځ کې له کیکانان سره پوله لري. که څه هم چینایي ګرځندوی د سیمې سوېلي او لویدیځه برخه نه دي یادې کړي، خو له وروستیو عربي روایتونو څخه څرګندېږي چې زابلستان په هغه وخت کې په سوېل کې له توران او په لویدیځ کې له اراکوزیا سره ګډه پوله درلوده.

د جاګوډا هېواد شاوخوا له اوو زرو لیو څخه زیات اوږدوالی لري. د دې هېواد پلازمېنه هیکسینا (غزني) نومېږي چې له دېرشو لیو څخه لویه ده؛ خو ځينو ځایونو کې ددې هېواد پلازمېنه په هیسالو (ګذر) ښار کې ښودل شوې، چې هغه هم له دېرشو لیو څخه زیات اوږدوالی لري. دواړه ښارونه کلکې او نه ماتېدونکې مستحکمې کلاوې لري. غرونه او درې د طبیعي سرچینو له پلوه شتمنې دي، او کرنیزې ځمکې لري. فصلونه په مناسبو وختونو کې کرل کېږي. د ژمي غنم ډېر دي، او نباتات له ګلانو او مېوو څخه ډک دي. خاوره يې د خوشبویه زرچوبي لپاره ښه مناسبه ده، او د هینګو بوټی (Ferula asafoetida) چې په رام-اندو دره کې وده کوي، هم دلته کرل کېږي. په هیسالو ښار کې خوټېدونکې چینې شته چې اوبه یې تر لېرې بهېږي، او خلک ترې د ځمکو د خړوبولو لپاره ګټه اخلي. هوا يې په ژمي کې ډېره سړه ده، ډېره واوره او یخني وي. چينايي ګرځندوی راهب شوانزانګ ، 644 عیسوی

د منځنیو پېړیو د اسلامي دورې په جریان کې، دا سیمه په دوامداره توګه په جغرافیایي آثارو کې یادونه شوې، لکه د استخري "کتاب المسالک" (۹۳۰-۹۳۳ عیسوي)، "حدود العالم" (۹۸۲ عیسوي)، قزویني "نزهت القلوب" او نور. د خراسان د مارشونو په منځ کې د وچې سیمې په توګه، د خپلو مېوو، ښو ښکار ځایونو او ښو څړځایونو له امله مشهوره وه. دغه سیمه د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې د ظهیرالدین بابر په خپلو یادښتونو کې د "بابرنامې" په نامه یادېږي، چې د غزني له تیموریانو سره یې اړیکې څرګندوي. په دې وخت کې د غزني په شمال ختیځ کې له کابل، ختیځ ته یې له زرمت او په سوېل لوېدیځ کې له کندهار سره پوله لرونکې ګڼل کېده.

"غزني، چې د زابل په نوم هم پېژندل کېږي، د زابلستان د سیمې برخه ده. ځینې خلک کندهار هم د زابلستان برخه ګڼي. غزني د کابل سوېل لوېدیځ ته شاوخوا څوارلس فرسنګه لرې موقعیت لري. مسافر چې له غزني څخه سهار وختي روان شي، مازدیګر کابل ته رسېږي. خو له کابل څخه تر ادیناپور (د اوسني جلال آباد نږدې) پورې دیارلس فرسنګه لار دومره ناهمواره ده چې له یوې ورځې ډېر وخت نیسي. د غزني ولایت بېوزله دی. یو کوچنی سیند، چې څلور یا پنځه ژرندې چلولی شي، ښار او څو نږدې کلیو ته اوبه برابروي. ځینې نور کلي د ځمکې لاندې کاریزونو څخه د خړوبولو لپاره کار اخلي. د غزني انګور او خټکي د کابل له انګورو او خټکو څخه خوندور دي، او مڼې یې هم ښې دي چې هند ته صادرېږي. کرنه یې سخته ده، ځکه هر کال باید نوې خاوره په ځمکه واچول شي، خو حاصل یې د کابل په پرتله ښه دی. دلته روناس (انګليسي madder) کرل کېږي، چې یو ارزښتناک بوټی دی او هند ته صادرېږي. " ظهیر الدین بابر ، ۱۵۰۴-۶ عیسوی

تاریخ

[سمول]

له اسلام څخه مخکې دوره

[سمول]

د دې سیمې لومړنی یادون د څلورمې پېړۍ په بهیر کې د ایراني هونو د فتحې سره تړاو لري، چې په لومړي سر کې د الخان تر واک لاندې وه، او په پنځمه پېړۍ کې د نیزکانو تر واک لاندې راغله. په اوومه پېړۍ کې دغه سیمه د ترک شاهانو تر واک لاندې شوه، وروسته له اتمې څخه تر لسمې پېړۍ پورې د هندوشاهیانو د بېلابېلو واکمنو لخوا اداره کېده. د اندري وېنک په وینا::

It is clear however that in the seventh to ninth centuries the Zunbils and their kinsmen the Kabulshahs ruled over a predominantly Indian rather than a Persianate realm. The Arab geographers, in effect, commonly speak of 'that king of al-Hind ... (who) bore the title of Zunbil'.[۴]


دغه سیمه له ۹۶۱ کال وروسته د غزنویانو له خوا فتحه او تر اسلامي واکمنۍ لاندې راغله. [۵]

د الخانانو

[سمول]

د "زابل" نوم لومړی د هغو سکونو څخه څرګندېږي چې د "نه پېژندل شوې قبیلوي واکمنو آلخانانو" لخوا صادر شوي. دغه قبیلوي مشران د ۴مې پېړۍ په وروستیو کې، چې احتمالاً د هندوکش شمالي سیمو څخه چې د ساسانیانو تر واک لاندې وه. د ساسانیانو د واکمنۍ له کمزورتیا وروسته الخانانو په 384/5عیسوی خپلواکۍ اعلان کړه، دوی د کاپيسا او ګندهارا کنترول په لاس کې واخیست او د ساساني سکو پر ځای يې خپلې سکې جوړې کړې.

په دغو سکو کې د لومړي خينجيلا نوم ښکاري، دی چې د الخانانو لومړی پاچا په زابلستان کې یادېږي. ددې وخت پر ځينو سکو "شاه زابل آلخان" نوم هم حک کړی چې مانا یې "د زابل آلخان پادشاه" ده. له دې څخه ښکاري چې آلخانانو د خپلې واکمنۍ په درشل کې د کاپیسا او ګندهارا په وادیو کې سيمه اداره کوله چې د ۴۸۴ زېږدیز کال د هپتالیتانو لخوا د دوی واکمني نسکوره شوه  او نوی واکمن نیذاک شاه زابلستان  تر خپل واک لاندې راوست.

سجاوند یا ساکاوند د زیارتونو مرکز دی

[سمول]

سجاوند چې پخوا ساکاوند هم یاد شوی د هندوانو د زیارتونو لوی مرکز یا عبادت ځای و. [۶] [۷]

هم وګورئ

[سمول]

یادښتونه

[سمول]

حوالې

[سمول]

کينډۍ:Shahnameh

کتابتون

[سمول]

بهرنۍ اړیکې

[سمول]