سيد راحت زاخيلي
ښکارېدونکې بڼه
سيد راحت زاخېلی د پښتو لنډې کيسې بنسټګر د سيد قريح الله زوی په ۱۸۸۴ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار په زاخېلو کې زېږېدلی و ، د وخت دوديز ديني او ادبي علوم يې لوستي و ، پياوړی ليکوال ، شاعر ، ژباړونکی ، ژورناليست ،مورخ او خطاط و .
په پښتو ژبه او ادب کې د هنري ادبياتو په ځانګړې توګه د لنډې کيسې ، ناول ، ادبي ټوټې او طنز لومړنی بنسټګر او مخکښ ليکوال پېژندل شوی او بلل شوی دی .
د نظم او نثر تر شلو زيات ليکلي اثار يې راپاتې دي چې د ځيونو نومونه يې د بېلګې په توګه راخلو:
- نتيجه عشق (ناول)
- تاريخ افغانستان
- پښتو افسانې
- داغونه ( شعري ټولګه )
- لغات افغاني
- تاريخ بغداد
- قواعد خوشخطي
- قواعد پښتو
- د سعدي د ګلستان پښتوژباړه
- تحرير قافيه اونور...
د غه پياوړی ليکوال ، شاعر ، تاريخ ليکوونکی او ژورناليست د ۱۹۶۳ز - ۱۳۴۱لمريز کال د مۍ په ۲۹مه نېټه له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د زاخېلو په هديره کې خاورو ته وسپارل شو .