Jump to content

مسطحه ځمکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مسطحې ځمکې موډل له ځمکې څخه هغه لرغونی موډل دی چې په علمي بڼه رد شوی او ښووله یې چې د ځمکې شکل مسطح (کروي نه دی) دی. ډیری لرغونو کلتورونو له دې ډلې یونان تر کلاسیکې دورې (له میلاد پنځه پېړۍ وړاندې) په نږدې ختیځ کې د برونزو او اوسپنې د دورو پر مهال تمدنونو تر هیلنستي دورې (له میلاد څخه وړاندې ۳۱ کال پورې) او چین تر ۱۷ مې میلادي پېړۍ پورې د کائنات پوهنې په اډانه کې ځمکه مسطحه ګڼله.[۱]

د ځمکي د کروي توب اړوند نظریه د فیثاغورث له خوا (له میلاد شپږ پېړۍ وړاندې) د لرغوني یونان په فلسفه کې راڅرګنده شوه. له دې سره له سقراط وړاندې ډیری فیلسونو (له میلاد څخه وړاندې ۶مې پېړۍ څخه تر ۵مې پېړۍ پورې) د ځمکې په مسطح والي باور درلود. له میلاد څخه د وړاندنۍ څلورمې پېړۍ په لومړیو کې افلاطون د کروي ځمکې اړوند لیکنه وکړه. له میلاد څخه وړاندې په شاوخوا ۳۳۰ کال کې د هغه مخکښ شاګرد ارسطو د ځمکې د کروي توب اړوند تجربي شواهد وړاندې کړل. له هیلنستي دورې را وروسته په نړیواله کچه د ځمکې د کروي شکل لرلو موضوع پراختیا ومونده. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

تاریخچه

[سمول]

د ځمکې په مسطح والي باور

[سمول]

لویدیځه آسیا

[سمول]

د مصر او بین النهرین په لومړنیو افکارو کې نړۍ په سمندرونو کې د متحرکې دایروي سطحې په توګه انګېرل کېده. دې ته ورته موډل له میلاد څخه وړاندې اتمې پېړۍ ته په اړوند هومري روایت کې موندل کېږي چې په کې راغلي «اوقیانوس یا د اوبو ټولګه چې د ځمکې دایروي سطحه یې چاپېره کړې د ټول ژوند او احتمالا د ټولو خدایانو رامنځته کوونکې ده». [۹][۱۰]

د مصر د اهرامونو او همدغو اهرامونو ته په اړوندو شته تابوتونو کې د کاینات پوهنې همدغه ډول یاد شوی؛ په داسې توګه چې نون (Nun یا اقیانوس) nbwt («وچې ځمکې» یا « ټاپو ګان») احاطه کړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

بنی اسرائیلو هم ځمکه دایروي مسطحه بلله چې د اوبو پر سر ګرځي او یو قوس ډله آسمان هغه له جنتونو (یا د خدای له عرشه) جلا کوي. د دوی پر باور آسمان هم یو قوي ګنبد دی چې لمر، سپوږمۍ، ستوري او نورې سیارې په کې ځای پر ځای شوې دي. [۱۴][۱۵]

یونان

[سمول]
شاعران
[سمول]

دواړو هومر او هزیود، مسطحه کاینات پوهنه د یو آشیل سپر په مخ توصیف کړې. په دغه شاعرانه دود کې ځمکه (gaiaokhos) د سمندر (اوقیانوس) له خوا چاپېره بلل شوې چې د ځمکې دغه مسطح والی د قبرس د ساتینوس، میمنېرموس، آیسخولوس او آپولونیسو روډوسي په اشعارو کې هم یاد شوی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د هومر دغه توضیح چې د کایناتو مسطح توب یې په آشیل سپر باندې د سمندر له خوا په چاپېر شوي حالت کې توصیف کړی ډېر وروسته څلورمې میلادي پېړۍ ته په اړوند د کوینتوس سمرنیوس په پوسټامیریکا شعر کې چې د تروا جګړې روایت ته یې په کې دوام ورکړی، تکرار شوې ده. [۲۴]

فیلسوفان
[سمول]

له سقراط وړاندې ډیری فیلسوفان لکه تالس د ګڼ شمېر منابعو پر بنسټ (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال)، لوکیپوس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۴۰ کال) او د ارسطو په خبره دموکریتوس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۶۰- ۳۷۰ کال) په دې باور و چې نړۍ مسطحه ده. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

تالس په دې فکر کې و چې ځمکه د لرګي د کندې په څېر د اوبو پر سر ده. له دې سره دا استدلال شوی چې تاس په واقعیت کې په یوې ګردې ځمکې باور درلود. آناکسیماندر (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال) باوري و چې ځمکه د یوې لنډې استوانې په څېر مسطحه دایروي پورتنۍ برخه لري؛ همدا دی چې د ټولو شیانو څخه مساوي فاصله لري او پر مټ یې ثابته پاتې ده. د ملیتوس آناکسیمنس باور درلود چې«ځمکه مسطحه ده او پر هوا دپاسه ده؛ په همدې ډول لمر او سپوږمۍ او نور ټول اسمانی اجسام چې اور لرونکي دي د مسطح والي له امله د هوا د پاسه دي» د کولوفون ګزنوفان (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال) فکر کاوه چې ځمکه مسطحه ده پورتنۍ خوا یې هوا لمس کوي او لاندنۍ خوا یې له محدودیت پرته دوام لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ځمکې پر مسطح والي باندې باور له میلاد څخه وړاندې پنځمې پېړۍ پورې دوام درلود. اناکساګوراس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۵۰ کال) موافق و چې ځمکه مسطحه ده، خو شاګرد یې آرکلائوس بیا دا ویل چې ځمکه د مسطح والي سربېره د یو قاب غوندې په منځ کې ژورغالی لري څو دې واقعیت ته لار برابره کړي چې لمر په ټولو ځایونو کې په یو مهال کې نه راخېژي. [۳۶][۳۷]

تاریخ پوهان
[سمول]

هکاتائوس میلتوسي باوري و چې ځمکه مسطح ده او چاپېر یې اوبه دي. هرودت په خپل اثر تواریخ کې دا باور چې ځمکه په اوبو سره چاپېره شوې ریشخند وباله، له دې سره ډیری کلاسلیک لیکونکو باور درلود چې هغه د ځمکې د «پای» یا «څنډو» د تحت الفظي توصیفاتو له مخې د ځمکې په مسطح والي باور درلود. [۳۸][۳۹][۴۰]

شمالي اروپا

[سمول]

لرغونو نورس او جرمن وګړو د مسطحې ځمکې په کاینات پوهنې باور درلود چې له مخې یې ځمکه د سمندر له خوا د محوري انحراف ( axis mundi)، نړیوالې ونې (Yggdrasil) او په مرکز کې د یوې پایې (Irminsul) په لرلو چاپېره شوې. د دوی پر باور له نړۍ څخه په چاپېر شوي سمندر د جورمونګاندر په نامه لوی مار ناست دی. د نورس راپور چې ګیفاګینېنګ (VIII) اثر کې خوندي شوی څرګندوي چې د ځمکې د جوړېدو پر مهال یو بې ساری سمندر د هغو په چاپېر را تاو شو چې ترې د وتو لارې شتون نه درلود. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

ختیځه آسیا

[سمول]

په لرغوني چین کې غالب باور دا و چې ځمکه مسطح او مربع ډوله ده، په داسې حال کې چې آسمانونه ګرد دي، دغه فرضیه په ۱۷مه پېړۍ کې د اروپايي ستور پوهنې تر مهاله شک وړ نه وه. انګلیسي صینولوژېست (لړۍ پېژندونکي) کالن په دې ټکي ټینګار کړی چې د چین په لرغونې ستورپوهنه کې دایروي ځمکې شتون نه درلود. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د ځمکې د شکل اړوند چینايي تفکر له هماغه لومړي مهال څخه له معاصر علم سره د لومړنیو تماسونو تر مهاله د یسوعي مبلغینو په مرسته تر اوولسمې پېړۍ له تغیر پرته پاتې شو. په داسې حال کې چې آسمان په بېلابېلو ډولونو توصیف شوی لکه چې ویل شوي د چترۍ په څېر ځمکه پوښي (د کای تیان نظریه)، د کرې په څېر له هغو چاپېر کېږي (د هون تیان نظریه)، یا د مادې نه لرونکي په توګه چې اسماني اجرام په کې په آزادانه توګه څرخېږي (د هوسن یه نظریه)؛ ځمکه د تل لپاره مسطحه بلل شوې، په داسې حال کې چې په هغو کې د یو شمېر راوتنو هم ویل شوي.

د هګۍ موډل تر ډېره پورې د چیني ستور پوهانو لکه د ژانګ هنګ ( ۷۸- ۱۳۹ زکال) له خوا د آسمان د کروي توب لپاره کارول شوی. [۵۰]

د هغه په باور آسمان د چرګې د هګۍ په څېر یا د پولادي کمان (صلیبي کمان یا زوبین) د سرګلولې په څېر ګرد دی؛ ځمکه د هګۍ د ژېړ په څېر ده چې د هغه په منځ کې څرخي.

د منحني ډوله هګۍ سره دغه ډول تشبیح لامل وګرځېده یو شمېر معاصر تاریخ پوهان په ځانګړې جوزف نیدهام دا اټکل وکړي چې چینايي ستورپوهان حد اقل د ځمکې له کروي توب خبر و. ورته مهال هګۍ ته د هغو ارجاع د آسمان په نسبت د مسطحې ځمکې د نسبي موقعیت د څرګندولو په موخه و:[۵۱]

د ژانګ هنګ په کاینات پوهنه کې چې د نیدهام له خوا ژباړل شوې نه ده؛ خپله ژانګ ویلي: «د آسمان وجود له یانګ څخه دی نو له همدې امله ګرد او د حرکت په حال کې دی. د ځمکې وجود له یېن څخه دی له همدې امله دا مسطح او خاموشه ده». د چرګې له هګۍ سره د هغو د تشبیه موخه یوازې په دې باندې د ټینګار لپاره وه چې ځمکه په بشپړ ډول د آسمانانو له خوا پوښل شوې، نه دا چې هغه ډول چې کای تیان توضیح کړې چې د پورته له خوا څخه یې پوښي. چینايي ستور پوهان چې ډېری یې د هرو معیارونو له مخې په پریمانه کچه ځیرک و، تر اوولسمې پېړۍ پورې یې د مسطحې ځمکې فکر ته دوام ورکړ؛ دغه حیرانونکی واقعیت کېدای شي د ظاهري تسهیلاتو اړوند د بیاکتنې لپاره پیل وي چې له مخې یې له میلاد وړاندې پنځمه پېړۍ کې د ځمکې د کروي توب نظریه ومنل شوه.

سرچينې

[سمول]
  1. "Fighting flat-Earth theory". Physics World (په انګليسي). 2020-07-14. نه اخيستل شوی 2022-09-14.
  2. "Romanische Literaturen I". Institut für Literaturwissenschaft (په جرمني). Universität Stuttgart. n.d. نه اخيستل شوی April 4, 2022.
  3. Ragep, F. Jamil (2009). "Astronomy". Encyclopaedia of Islam, THREE. doi:10.1163/1573-3912_ei3_COM_22652. نه اخيستل شوی 30 July 2022.
  4. Glick, Thomas F.; Livesey, Steven J.; Wallis, Faith (2005). Medieval science, technology, and medicine : an encyclopedia. Routledge encyclopedias of the Middle Ages, 11. New York: New York : Routledge. ISBN 0-415-96930-1. OCLC 61228669. نه اخيستل شوی April 4, 2022.
  5. Cullen, C. (February 1976). "A Chinese Eratosthenes of the Flat Earth: A Study of a Fragment of Cosmology in Huai Nan Tzu 淮南子". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. Cambridge University Press (خپور شوی 24 December 2009). 39 (1): 106–127. doi:10.1017/s0041977x00052137. ISSN 0041-977X. S2CID 171017315. نه اخيستل شوی April 4, 2022.
  6. MacDougall, Robert (n.d.). "Strange enthusiasms: a brief history of American pseudoscience". columbia.edu. Columbia University. نه اخيستل شوی July 5, 2016.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  7. Ambrose, Graham (July 7, 2017). "These Coloradans say Earth is flat. And gravity's a hoax. Now, they're being persecuted". The Denver Post. نه اخيستل شوی 19 August 2017.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  8. Dure, Beau (20 January 2016). "Flat-Earthers are back: 'It's almost like the beginning of a new religion'". The Guardian. نه اخيستل شوی 19 August 2017.
  9. Frankfort, H.; Wilson, J.A.; Jacobsen, T. (1951). Before Philosophy: The Intellectual Adventure of Ancient Man; an Essay on Speculative Thought in the Ancient Near East. An Oriental Institute essay. Penguin Books. p. 54. ISBN 978-0-14-020198-7.
  10. Gottlieb, Anthony (2000). The Dream of Reason. Penguin. p. 6. ISBN 978-0-393-04951-0.
  11. Pyramid Texts, Utterance 366, 629a–29c: "Behold, thou art great and round like the Great Round; Behold, thou are bent around, and art round like the Circle which encircles the nbwt; Behold, thou art round and great like the Great Circle which sets."(Faulkner 1969, 120)
  12. Ancient Near Eastern Texts, Pritchard, 1969, p. 374.
  13. Coffin Texts, Spell 714.
  14. Berlin, Adele (2011). "Cosmology and creation". In Berlin, Adele; Grossman, Maxine (eds.). The Oxford Dictionary of the Jewish Religion. Oxford University Press. ISBN 9780199730049.
  15. Seely, Paul H. (1991). "The Firmament and the Water Above" (PDF). Westminster Theological Journal. 53: 227–40. Archived from the original (PDF) on 2009-03-05. نه اخيستل شوی 2010-02-02. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  16. Iliad, 28. 606.
  17. The Shield of Heracles, 314–16, transl. Hugh G. Evelyn-White, 1914.
  18. The shield of Achilles and the poetics of ekphrasis, Andrew Sprague Becker, Rowman & Littlefield, 1995, p. 148.
  19. Professor of Classics (Emeritus) Mark W. Edwards in his The Iliad. A commentary (1991, p. 231) has noted of Homer's usage of the flat Earth disc in the Iliad: "Okeanos...surrounds the pictures on the shield and he surrounds the disc of the Earth on which men and women work out their lives". Quoted in The shield of Achilles and the poetics of ekphrasis, Andrew Sprague Becker, Rowman & Littlefield, 1995, p. 148
  20. Stasinus of Cyprus wrote in his Cypria (lost, only preserved in fragment) that Oceanus surrounded the entire Earth: deep eddying Oceanus and that the Earth was flat with furthest bounds, these quotes are found preserved in Athenaeus, Deipnosophistae, VIII. 334B.
  21. Mimnermus of Colophon (630BC) details a flat Earth model, with the sun (Helios) bathing at the edges of Oceanus that surround the Earth (Mimnermus, frg. 11)
  22. Seven against Thebes, verse 305; Prometheus Bound, 1, 136; 530; 665 (which also describe the 'edges' of the Earth).
  23. Apollonius Rhodius, in his Argonautica (3rd century BC) included numerous flat Earth references (IV. 590 ff): "Now that river, rising from the ends of the Earth, where are the portals and mansions of Nyx (Night), on one side bursts forth upon the beach of Okeanos."
  24. Posthomerica (V. 14). "Here [on the shield of Achilles] Tethys' all-embracing arms were wrought, and Okeanos fathomless flow. The outrushing flood of Rivers crying to the echoing hills all round, to right, to left, rolled o'er the land." Translation by Way, A.S. 1913.
  25. Sambursky, Samuel (August 1987). The Physical World of the Greeks. Princeton University Press. p. 12. ISBN 9780691024110.
  26. Burch, George Bosworth (1954). "The Counter-Earth". Osiris. Saint Catherines Press. 11 (1): 267–94. doi:10.1086/368583. S2CID 144330867.
  27. De Fontaine, Didier (2002). "Flat worlds: Today and in antiquity". Memorie della Società Astronomica Italiana. 1 (3): 257–62. Bibcode:2002MmSAI..73S.257D. Archived from the original on August 25, 2007. نه اخيستل شوی August 3, 2007. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  28. Aristotle, De Caelo, 294b13–21
  29. Aristotle, De Caelo, II. 13. 3; 294a 28: "Many others say the Earth rests upon water. This... is the oldest theory that has been preserved, and is attributed to Thales of Miletus."
  30. O'Grady, Patricia F. (2002). Thales of Miletus: the beginnings of Western science and philosophy. Aldershot: Ashgate. pp. 87–107. ISBN 9780754605331.
  31. Pseudo-Plutarch. Placita Philosophorum. Perseus Digital Library. V. 3, Ch. 10. نه اخيستل شوی December 24, 2014.
  32. Hippolytus, Refutation of all Heresies, i. 6.
  33. Anaximander; Fairbanks (editor and translator), Arthur. "Fragments and Commentary". The Hanover Historical Texts Project. {{cite journal}}: |last= has generic name (help) (Plut., Strom. 2; Dox. 579).
  34. Hippolytus, Refutation of all Heresies, i. 7; Cf. Aristotle, De Caelo, 294b13–21.
  35. Xenophanes DK 21B28, quoted in Achilles, Introduction to Aratus 4.
  36. Diogenes Laërtius, ii. 8.
  37. Hippolytus, Refutation of all Heresies, i. 9.
  38. Herodotus knew of the conventional view, according to which the river Ocean runs around a circular flat Earth (4.8), and of the division of the world into three – Jacoby, RE Suppl. 2.352 ff, yet rejected this personal belief (Histories, 2. 21; 4. 8; 4. 36).
  39. FGrH F 18a.
  40. The history of Herodotus, George Rawlinson, Appleton and company, 1889, p. 409.
  41. Philpot, J.H. (1897). The Sacred Tree: Or, The Tree in Religion and Myth. Macmillan and Company, limited. p. 113.
  42. Lindow, J. (2002). Norse Mythology: A Guide to Gods, Heroes, Rituals, and Beliefs. Oxford University Press, USA. p. 253. ISBN 978-0-19-515382-8. The world was a flat disk, with the Earth in the center and the sea all around. Thus the serpent is about as far away from the center, where men and gods lived
  43. One of the earliest literary references to the world encircling water snake comes from Bragi Boddason who lived in the 9th century, in his Ragnarsdrápa (XIV).
  44. "Gylfaginning". Sacred-texts.com. نه اخيستل شوی February 9, 2013.
  45. Needham, J. (1959). Science and Civilisation in China: Volume 3, Mathematics and the Sciences of the Heavens and the Earth. Science and Civilisation in China. Cambridge University Press. p. 498. ISBN 978-0-521-05801-8.
  46. Martzloff, Jean-Claude (1993–1994). "Space and Time in Chinese Texts of Astronomy and of Mathematical Astronomy in the Seventeenth and Eighteenth Centuries". Chinese Science (11): 66–92 [p. 69]. JSTOR 43290474. Archived from the original on 2019-09-07. نه اخيستل شوی 2018-01-23. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  47. Cullen, Christopher (1980). "Joseph Needham on Chinese Astronomy". Past & Present. 87 (1): 39–53 [pp. 42, 49]. doi:10.1093/past/87.1.39. JSTOR 650565.
  48. Cullen, Christopher (1976). "A Chinese Eratosthenes of the Flat Earth: A Study of a Fragment of Cosmology in Huai Nan tzu 淮 南 子". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. 39 (1): 106–27 [pp. 107–09]. doi:10.1017/S0041977X00052137. S2CID 171017315.
  49. Cullen, Christopher (1976). "A Chinese Eratosthenes of the Flat Earth: A Study of a Fragment of Cosmology in Huai Nan tzu 淮 南 子". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. 39 (1): 106–27 [p. 107]. doi:10.1017/S0041977X00052137. S2CID 171017315.
  50. Needham, Joseph (1959). Science and Civilisation in China. Vol. 3. Cambridge University Press. p. 219. ISBN 978-0-521-05801-8.
  51. Cullen, Christopher (1980). "Joseph Needham on Chinese Astronomy". Past & Present. 87 (1): 39–53 [pp. 42, 49]. doi:10.1093/past/87.1.39. JSTOR 650565.