Jump to content

محرمیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محرمیت د یو کس یا ډلې هغه صلاحت دی چې خپل ځان یا د ځان په اړه معلومات جلا کړي، او په دې توګه ځان په خپله خوښه څرګند کړي.[۱][۲]

کله چې یو شی یو کس ته محرم وي، پدې معنی وي چې یو څه په ذاتي ډول ځانګړي یا حساس وي. د محرمیت ساحه د امنیت یا خوندیتوب سره، چې د معلوماتو د مناسب استعمال او ساتنه تر بحث لاندې نیست، یو څه تماس کوي. محرمیت ممکن د بدني بشپړتیا بڼه هم واخلي. دا حق چې د حکومت، شرکتونو یا افرادو لخوا د محرمیت د غیر قانوني لاس رسي تابع نه وي، چې د ډېری هېوادونو د محرمیت د قوانینو، او په ځینو مواردو کې، اساسي قانون برخه دی.

د فردي محرمیت عمومي مفهوم یو عصري مفهوم دی چې اساساً د لوېدیځ دود، په ځانګړې توګه د بریتانوي او شمالي امریکا، سره تړاو لري او تر وروستیو وختونو پورې په ځینو دودونو کې ناڅرګند پاتې و. اوس زیاتره دودونه د وګړو هغه صلاحیت په رسمیت پېژنې  چې د شخصي معلوماتو ځینې برخې له ټولنې وساتي. د تکنالوژۍ له ودې سر سم، د محرمیت په اړه بحث د بدني حس څخه ډیجیټل حس ته لېږدول شوی دی. لکه څنګه چې نړۍ ډیجیټل شوې، په هغه ځایونو کې چې د محرمیت قانوني حق پلي کېږي د محرمیت په اړه شخړې شتون لري. په ډېرو هېوادونو کې، معقولې تمې د محرمیت له اصلي حق څخه د ډیجیټل محرمیت حق ته غزول شوی او زیاتره هېوادونه، په ځانګړې توګه متحده ایالات، د هغې ادارې، د سوداګرۍ فدرالي کمیسیون، او هغه هېوادونه چې په اروپایي ټولنه کې دي، داسې قوانین تصویب کړي چې د عامه او خصوصي ادارو څخه ډیجیټل محرمیت لا ساتي او د تکنالوژۍ کاروونکو ته اضافي حقونه ورکوي.

د انټرنټ له ودې سره سم، د ټولنیزو شبکو د روباتونو په خپرښت کې زیاتوالی راغلی، چې د سیاسي وېش او ځورونې لامل شوی دی. آنلاین ځورونې هم لوړې شوې دي، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو په برخه کې، چې په پایله کې یې د ډول ډول محرمو سرغړونو لامل شوې دي. د سیلفي انځور دود، چې د فیسبوک او انسټاګرام په څېر د شبکو نومیالیتوب ګڼل کېږي، د موقعیت تکنالوژي، او د اعلاناتو کارول او د دوی د تعقیب تګلارې هم ډیجیټل محرمیت ته ګواښ جوړوي.

د تکنالوژۍ د پراختیا او د محرمیت د بحث د شدت له لارې، د محرمیت ډول ډول لیدلوري شتون لري. په دې کې یو د یوازې پرېښودو حق دی، لکه څنګه چې د "د محرمیت حق" تر نوم لاندې لیکنه کې تعریف شوی. دا لیکنه، د محرمیت د تناقض د تیوري په اړه، د متحده ایالاتو لومړنۍ خپرونه ده چې د محرمیت د قانوني حق تر بحث لاندې راولي، چې دا اند وړاندې کوي چې آنلاین کاروونکي ښایي ووایي چې د دوی د خپل محرمیت په اړه اندیښمن دي، خو په حقیقت کې ندي. د محرمیت په اړه د ډول ډول پوهاوي تر څنګ، داسې کړنې شته چې محرمیت کموي. په وروستي ډلبندي کې، لکه څنګه چې د ډینیل جې سولو لخوا تعریف شوې، د معلوماتو پروسس، د معلوماتو شریکول، او د شخصي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په شخصي حریم برید ګډون لري. برعکس، د کاروونکو د محرمیت د ساتلو لپاره، ډېری ګامونه، په ځانګړې توګه رمزي کول، د نوم پټول، او د معلوماتو د امنیت د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته کول، اخیستل کېدای شي.

تاریخچه

[سمول]

محرمیت ريښه په پخوانیو یوناني فلسفي بحثونو کې ده. د دې تر ټولو مشهوره د ژوند د برخو تر منځ د ارسطو توپیر دی: د ښار عامه ساحه، چې د سیاسي ژوند سره تړاو لري، او د کور خصوصي ساحه چې د کورني ژوند سره تړاو لري. په متحده ایالاتو کې، په ۱۸۹۰ کال کې په امریکا کې د محرمیت قانون تر پرخاختیا پورې، د محرمیت ډېر سیستماتیک تړونونه را څرګند نه شول. [۳]

تکنالوژي

[سمول]

د تکنالوژي له پرمختګ سره سم، د محرمیت د خونديتوب او د سرغړونو لارو بدلون وموند. د ځینو تکنالوژیو په برخه کې، لکه چاپي مطبوعاتو یا انټرنټ، د معلوماتو شریکولو پراخېدونکی صلاحیت کولای شي نوې لارې رامنځ ته کړي چې محرمیت یې تر پښو لاندې کړي. عمومي هوکړه دا ده چې په متحده ایالاتو کې د محرمیت لومړۍ مدافع خپرونه د سامویل وارن او لویس برانډیس له خوا د "د محرمیت حق" تر نوم لاندې د ۱۸۹۰ کال مقاله وه، او دا په عمده توګه د ورځپاڼو او عکسونو د چاپ د زیاتوالي په غبرګون کې، چې د چاپ د تکنالوژۍ په واسطه ممکنه شو،  و لیکل شوه. [۴][۵]

د ۱۹۸۴ تر نوم لاندې لیکنه چې په ۱۹۴۸ کال کې د جورج اورویل په لاس ولیکل شوه، خپره شوه. ۱۹۸۴ یو کلاسیک ویروونکی ناول و چې په ۱۹۸۴ کې د وینسټن سمیټ ژوند بیانوي، چې په اقیانوسیه کې یو ټولواکه دولت دی. ټولواکه ګوند چې د مشر ورور تر واک لاندې ګوند دی، د ډله ایزې څارنې او د بیان او فکر د محدودې ازادۍ له لارې واک کنټرولوي. جورج اورویل د ټولواکۍ د منفي اغیزو په اړه، په ځانګړې توګه د محرمیت او سانسور په اړه، تبصره وړاندې کوي. د ۱۹۸۴ او عصري سانسور او محرمیت ترمنځ ورته والي راښکاره شوی، چې د پام وړ مثال دا دی چې د حکومت پر ځای، د ټولنیزو رسنیو لوی شرکتونه د دې توان لري چې د کاروونکي ډیټا وڅاري او د سانسور د خپلو پالیسیو له لارې پرېکړه وکړي چې څه باید آنلاین وي، چې په نهایت کې د پیسو د موخو لپاره دي. [۶][۷]

په ۱۹۶۰ کلونو کې، خلک متوجه شول چې څنګه په تکنالوژۍ کې بدلونونه د محرمیت په مفهوم کې بدلون راولي. د بربڼدې ټولنې (The Naked Society) تر نوم لاندې د د وینس پیکارډ اثر د محرمیت په اړه د هغه وخت یو مشهور کتاب و او په هغه وخت کې په متحده ایالاتو کې د محرمیت په بحث کې مخکښ و. د دې ترڅنګ، د محرمیت او آزادي تر نوم لاندې د الان ویسټین اثر د محرمیت په اړه بحث له فزیکي حس څخه بدل کړ، چې څنګه حکومت د یو شخص بدن (د بیلګې په توګه، د وېډ پر وړاندې د روی په قضیه کې) او نور فعالیتونه لکه د مکالماتو ثبت او کنټرول او عکس اخیستل کنټرولوي. لکه څنګه چې مهم مستندات ډیجیټل شول، ویسټین استدلال وکړ چې شخصي معلومات په پراخه کچه د لاسرسي وړ دي او دا چې یو شخص باید د خپلو معلوماتو په اړه بشپړ واک ولري، د محرمیت د عصري بحث بنسټ یې کېښود.  [۸][۹]

نوې تکنالوژي کولای شي د شخصي معلوماتو د راټولولو لپاره نوې لارې هم رامنځ ته کړي. د بېلګې په توګه، په متحده ایالاتو کې، داسې انګېرل کېدل چې د تودوخې سینسرونه چې د مرجوانا د کرنې د عملیاتو موندلو لپاره کارول کېږي د منلو وړ دي. د دې عام لیدلوري برعکس، په ۲۰۰۱ کال کې، د متحده ایالاتو د دولت پر وړاندې د د کېلو په قضیه (533 U.S. 27) کې پریکړه وشوه چې د تودوخې د تشخیص د وسیلو کارول چې له اجازه نامې پرته سابقه نامعلوم معلومات بربنډ کړې، په حقیقت کې د محرمیت سرغړونه ده. په ۲۰۰۹ کال کې، د غږ پیژندنې د سافټویر په رقابت کې د شرکتونو تر منځ د سیالۍ له رامنځ ته کېدو وروسته، اپل او امایزون له خپلو کارمندانو و غوښتل  چې محرمو شیبو ته غوږ ونیسي او په کره توګه معلومات و لیکي. [۱۰][۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. اشرف غنیمتی
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. DeCew, Judith (2015-01-01). Zalta, Edward N. (ed.). Privacy (Spring 2015 ed.).
  4. Information Privacy, Official Reference for the Certified Information privacy Professional (CIPP), Swire, 2007
  5. "4 Harvard Law Review 193 (1890)". Groups.csail.mit.edu. 1996-05-18. بياځلي په 2019-08-22.
  6. Leetaru, Kalev. "As Orwell's 1984 Turns 70 It Predicted Much Of Today's Surveillance Society". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-27.
  7. "Nineteen Eighty-four | Summary, Characters, Analysis, & Facts". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-27.
  8. "Alan Westin is the father of modern data privacy law". Osano (in انګليسي). 2020-07-24. بياځلي په 2021-09-28.
  9. Solove 2010، مم. 3–4.
  10. "Silicon Valley is Listening to Your Most Intimate Moments". Bloomberg.com. Bloomberg Businessweek. 2019-12-11. بياځلي په 2021-06-02.
  11. "Privacy (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". plato.stanford. بياځلي په 2012-01-01.