Jump to content

ایزایا برلین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایزایا برلین
ایزایا برلین

د شخص مالومات
پيدايښت
ریګا [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه فلسفه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی اکسفورډ پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر رابین جورج کولېنګووډ ،  ریمونډ ارون   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۱۹۸۳)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ایزایا برلین (۶ جون ۱۹۰۹ – ۵ نومبر ۱۹۹۷ زکال) روسي الاصله بریتانوي ټولنیز او سیاسي نظریه ورکوونکی، فیلسوف او د نظریاتو تاریخ لیکونکی و. په داسې حال کې چې نوموړي د نشرېدو لپاره له لیکنو سره مخ پر زیاتېدونکې کرکه لرله، خو ډیر مهال د هغه ویناوې او خبرې لیکل شوې، د هغه له خوا ډېری ویل شوي کلیمات د مقالاتو او کتابونو په توګه هم د ده له خوا او هم د نورو په ځانګړې توګه په ۱۹۷۴ زکال کې د هغه د اصلي اېډیټورهنري هارډي له خوا خپاره شوي دي.

نوموړی په ۱۹۰۹ زکال کې په ریګا (د اوسنۍ لیتوانیا په پلازمېنه چې هغه مهال د روسي سترواکۍ برخه وه) کې وزېږېد. په شپږ کلنۍ کې یې کورنۍ د روسیې پتروګراد ته کډه وکړه، چېرې چې نوموړی د ۱۹۱۷ زکال د انقلابونو شاهد و. په ۱۹۲۱ زکال کې یې کورنۍ بریتانیا ته کډه وکړه او هغه په سنټ پل ښوونځي او د اکسفورډ په کورپوس کریسټي کالج کې زده کړې وکړې. برلین په ۱۹۳۲ زکال کې د ۲۳ کلونو په عمر، د اکسفورډ د آل سولز کالج فیلوشیف پروګرام ته لاسرسی وموند. هغه په خپلو ارزښتمنو آثارو سربېره د ایوان تورګنیف آثار له روسي ژبې څخه انګلیسي ته وژباړل او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د بریتانیا له دیپلماتیک سروېس سره کار وکړ. له ۱۹۵۷ زکال څخه تر ۱۹۶۷ زکال پورې نوموړي د اکسفورډ په پوهنتون کې د سیاسي او ټولنیزو نظریاتو د چیچېلې ښوونکي (Chichele Professor of Social and Political Theory) په توګه تدریس وکړ. نوموړی له ۱۹۶۳ زکال څخه تر ۱۹۶۴ زکال پورې د ارستويي ټولنې مشر و. [۴]

په ۱۹۶۶ زکال کې، نوموړي په اکسفورډ کې د ولفسون کالج په جوړولو کې مهمه ونډه لرله او د هغو بنسټګر مشر شو. برلین په ۱۹۴۶ زکال کې د بریتانوي سترواکۍ نښان ترلاسه کړ، په ۱۹۵۷ زکال کې یې د شوالیه لقب خپل کړ او په ۱۹۷۱ زکال کې د مریت نښان د ترلاسه کولو لپاره وټاکل شو. نوموړی له ۱۹۷۴ زکال څخه تر ۱۹۷۸ زکال پورې د بریتانیا د اکاډمۍ مشر و. هغه په ۱۹۷۹ زکال کې د مدني ازادیو څخه د همیشنۍ دفاع له امله د اورشلیم جایزه وګټله او د ۱۹۹۴ زکال د نومبر په ۲۵ مه یې د ټورنټو پوهنتون د حقوقو په برخه کې افتخاري دکتورا ترلاسه کړه، هغه د دغه مناسبت لپاره د «لنډ اعتقاد» په نامه (هغه ډول چې هغه خپل یو ملګري ته په لیک کې لیکلي و) لیکنه وکړه، چې اوس مهال «یووېشتمې پېړۍ ته د پیغام» په توګه پېژندل کېږي او په دغو مراسمو کې د هغه په استازیتوب لوستل کېږي.

د ایزایا برلین کلنۍ یاد غونډه د اکسفورډ په ولفسون کالج، د بریتانیا په اکاډمۍ او ریګا کې ترسره کېږي. د لیبرال تئوري او ارزښتي مثبت پالنې په اړه د برلین کار او همدارنګه له مارکسېزم او کمونېزم سره د هغه مخالفت تلپاتې اغېز لرلی دی.

لومړنی ژوند

[سمول]

برلین د ۱۹۰۹ زکال د جون په ۶ مه نېټه په بډایه یهودي کورنۍ کې وزېږېد، هغه د لرګیو د سوداګر منډېل برلین (او د خباد په نامه د سنت پلوه یهودیانو د مذهبي خوځښت د بنسټګر شینور زلمان له اولادې څخه و) او د هغه د مېرمنې ماري چې کورنی نوم یې ولشونوک و، یوازنی زوی و. د هغه کورنۍ په بالتیک کې تر ټولو لویه د لرګیو لویه کمپنۍ او په روسیه کې ځنګلونه لرل، له هغه ځایه به یې لرګي د دائوګاوا سیند په مرسته په ریګا کې د لرګیو غوڅونکو کارخونو ته رسول. له دې امله چې پلار یې د ریګا د لرګیو د سوداګرو د ټولنې مشر و او له لویدیځو شرکتونو سره به یې په معاملاتو کې ونډه لرله، نه یوازې په ییدیش، روسي او جرمني ژبو بلد و، بلکې په فرانسوي او انګلیسي ژبو هم مسلط و. د هغه روسي ژب ویونکې مور ماري (موسیا) ولشونوک په ییدیش او لیتوانیايي ژبو بلده وه.[۵][۶][۷][۸]

ایزایا برلین د خپل ژوند لومړني شپږ کلونه په ریګا کې تېر کړل او وروسته یې په اندریاپول (پسکوف ته څېرمه لرګین ښارګوټی چې د هغه کورنۍ سوداګری ته اړوند و) او پتروګراد (اوسني سن پترزبورګ) کې ژوند وکړ. په پټروګراد کې د هغه کورنۍ لومړی په واسیلوسکي ټاپو او وروسته یې د Angliiskii Prospekt په اصلي سیمه کې ژوند وکړ. په Angliiskii Prospekt کې هغوی خپله ودانۍ له نورو سوداګرو، لکه: د ریمسکي کوساکوف له لور، د فنلنډ د چارو د وزیر له مرستیال او شاهزاده امرتینسکي سره شریک کړ. د ۱۹۱۷ زکال د انقلاب په پیلېدو سره د دغې ودانۍ د سوداګرو برخلیک په چټکۍ سره بدلون وکړ او ډېر ژر شاهزاده امرتینسکي او هم د ریمسکي کورساکوف لور اړه شوه، خپله ځانته ډوډۍ پخه کړي او هویلۍ جارو کړي. برلین هم د خپل اپارتمان له کړکۍ او په ښار کې د خپلو لویانو سره د قدم وهلو پر مهال د فبروري او اکتوبر د انقلاب شاهد و، هغه چې نوموړی یې د ژمنۍ ماڼۍ په میدان کې د معترضینو په لاریونونو سره یادونه کوي. د ده کورنۍ د بلشویکانو د واکمنۍ پر مهال د مخ پر زیاتېدونکي ډول ظلم له احساس وروسته چې دوی یې د بورژوازي په توګه بلل، اړ شوه، د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په ۵ مه نېټه پتروګراد د ریګا په مقصد پرېږدي، خو هلته هم د یهودیت ضد او له لیتوانیايي چارواکو سره د ستونزو له امله اړ شول، څو هغه ځای هم پرېږدي او د ۱۹۲۱ زکال په لومړیو کې یې بریتانیا ته کډه وکړه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د برلین مورنۍ ژبه روسي وه او په پیل کې هغه په انګلیسي ژبې هیڅ نه پوهېده، خو په ۱۲ کلنۍ کې یې د یو کال په ترڅ کې په انګلیسي ژبې ځان بلد کړ. برلین له روسي او انګلیسي ژبو سربېره په فرانسوي، جرمني او ایټالوي ژبو هم بلد و او په عبراني، لاتین او لرغونې یوناني ژبې هم پوهېده. په انګلیسي باندې له ښې بلدتیا سربېره د برلین په پاتې ژوند کې د هغه په انګلیسي اکسفورډ لهجه کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول په واول حروفو کې روسي غږ احساس کېده. هغه مهال به چې برلین د یوه انګلیسي فیلسوف په توګه یاد کېده، ده به تل ټینګار کاوه چې انګلیسي فیلسوف نه دي او د تل لپاره به یو یهودي روسی وي: « زه له ریګا څخه یهودي روسی یم او په انګلنډ کې مې د استوګنې ټول کلونه نه شي کولای دې ته تغییر ورکړي، زه له انګلنډ سره مینه لرم، دلته له ما سره ښه چلن شوی او د انګلیسي ژوند له ډېرو برخو سره مینه لرم، خو زه یو روسی یهودي یم، دغه ډول دنیا ته راغلی یم او د خپل عمر تر پایه به همداسې وم». [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

شخصي ژوند

[سمول]

په ۱۹۵۶ زکال کې برلین له الینا الیزابت یوون هالبان (Aline Elisabeth Yvonne Halban، ۱۹۱۵-۲۰۱۴ زکال) سره چې کورنی نوم دوګانزبورګ و، واده وکړ، نوموړې د اټومي فزیک پوه هانس هالبان پخوانۍ مېرمن او د فرانسې د ښکلې نجلۍ د جایزې پخوانۍ ګټونکې وه. نوموړې د یوې نیمه روسي ارستوکراتیکې تبعیدي او نیمه اشرافي یهودي بانکوالې او د نفتو د سوداګرې کورنۍ څخه وه (د هغې مور ایوان دوویچ دلا مورته، د هانری دویچ دلا مورته لمسۍ وه) چې په پاریس کې یې ژوند کاوه. [۱۸]

برلین په ۱۹۵۹ زکال کې د امریکا د علومو او هنر اکاډمي د افتخاري بهرني غړي په توګه وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۶۶ زکال کې په اکسفورډ پوهنتون کې د ولفسون کالج په نوم د نوي کالج په جوړولو کې ونډه لرله. دغه کالج د علمي برترۍ د مرکز په توګه تاسیس شو چې په اکسفورډ کې یې د نورو ډېرو کالجونو پر خلاف په برابري غوښتونکو او قوي دیموکراتیکو اخلاقو تکیه لرله. برلین په اکسفورډ پوهنتون کې د روترمر امریکايي مؤسسې د بنسټګرې شورا له غړو څخه و. هماغه ډول چې وروسته بیا فاش شوه چې هغه مهال چې ورنه وغوښتل شول، د ایزاک دویچر علمي اسناد و ارزوي، هغه د نوموړي له ارتقا سره له دې امله مخالفت وکړ چې نوماند (دویچر) د کمونېزم د تاوتریخوالي لرونکو چارو کلک ملاتړی و. [۱۹][۲۰][۲۱]

برلین د ۱۹۹۷ زکال د نومبر په ۵ مه نېټه په اکسفورډ کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. نوموړی همدلته په ولورکوټ هدیره کې خښ کړای شو.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119024608  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 119024608  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119024608 — د نشر نېټه: ۵ جولای ۲۰۲۴
  4. The New York Review of Books, 23 October 2014, "A Message to the 21st Century", http://www.sjpcommunications.org/images/uploads/documents/Isaiah_Berlin.pdf Archived 2021-01-09 at the Wayback Machine.
  5. Joshua L. Cherniss and Steven B. Smith (eds), The Cambridge Companion to Isaiah Berlin, Cambridge etc.: Cambridge University Press. 2018, p. 13.
  6. Isaiah Berlin: IN CONVERSATION WITH STEVEN LUKES, ISAIAH BERLIN and Steven Lukes, Salmagundi,No. 120 (FALL 1998), pp. 52–134
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. In their matrimonial record from 1906, available at the Jewish genealogy site JewishGen.org, mother's name is spelled Musya Volshonok.
  9. Ignatieff 1998, p. 21
  10. Ignatieff 1998, p. 24
  11. Ignatieff 1998, p. 26
  12. Ignatieff 1998, p. 30
  13. Ignatieff 1998, p. 31
  14. Cultural Diversity, Liberal Pluralism and Schools: Isaiah Berlin and Education (Routledge, 2006), Neil Burtonwood, page 11
  15. Dubnov A.M. (2012) Becoming a Russian-Jew. In: Isaiah Berlin. Palgrave Studies in Cultural and Intellectual History. Palgrave Macmillan, New York
  16. The Book of Isaiah: Personal Impressions of Isaiah Berlin, edited by Henry Hardy, (Boydell & Brewer 2013), page 180
  17. Ignatieff 1998, pp. 33–37
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  19. Isaiah Berlin, Building: Letters 1960–1975, ed. Henry Hardy and Mark Pottle (London: Chatto and Windus, 2013), 377–8.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Ignatieff 1998, p. 268