سپېسيېشن/ د ډولونو رامنځته کېدل
د ډولونو رامنځته کېدل یوه تکاملي پروسه ده چې له لارې يې په نفوس کې بېلابېل ډولونه تکامل مومي. د اورېټور اېف کوک (Orator F. Cook) په نوم بیولوژي پوه په ۱۹۰۶ کال کې یاده اصطلاح له کلادوجینیزس (cladogenesis) سره د لينېجېس (lineages) د ټبریز تکامل لپاره رامنځته کړه، چارلېس ډاروین لومړنی کس و چې د ډولونو سرچينې په نوم خپل کتاب کې يې په ۱۸۵۹ کال کې د طبیعي ټاکنې رول د ډولونو په رامنځته کېدو کې تشرېح کړ. هغه همدراز جنسي ټاکنه د یو احتمالي میکانیزم په توګه پېژندلې وه خو دا یې یوه ستونزه زېږوونکې مسئله ګڼلې وه. [۱][۲][۳][۴]
د ډولونو د رامنځته کېدلو اړوند څلور جغرافیايي حالتونه په طبیعت کې شته، چې پر بنسټ یې د ځانګړو ډولونو نفوسونه له يو بل څخه بېل شوي دي، یاد زونونه د الوپاتریک (allopatric) پري پاتريک (peripatric) پاراپاتريک (parapatric) او سېمپاتريک (sympatric) په نوم یاديږي، همداراز ډولونه ښايي په مصنوعي توګه د کرنې، مالدارۍ او یا لابراتواري ازمويښتونو له لارې رامنځته شوي وي. دا موضوع چې جنتیک ډرېفت (genetic drift) د ډولونو په رامنځته کېدلو کې عمده یا جزي لامل دی دوامداره بحثونو ته اړتیا لري.
د سېمپاتریک چټک تکثر د کروموزمونو د پولي پوليېدي (polyploidy) له لارې لکه د کروموزمونو د شمېر دوه چند کېدو سره ترسره کېدی شي، همدا لامل دی چې په چټکتیا سره له خپل پلرني نفوس څخه د تکثر له لارې بېلېږي. که چېرې د تکثري بېلوالي په واسطه هایبرېډ د طبیعي ټاکنې د خوښې وړ وي. د هایبېرډیزېشن (hybridization ) له څارلو سره نوي ډولونه هم رامنځته کېږي.
تاریخچه او مخینه
[سمول]د ډولونو د سرچنې د تشرېح کولو لپاره دوه کلیدي موضوع ګانې شته:
- د ډولونو د رامنځته کېدلو تکاملي ميکانيزم
- د ډولونو بېلوالی او انفرادیت څه ډول ساتل شوی.
د ډولونو د طبیعت معلومولو لپاره د چارلېز ډاروین له وخت راهیسې ډېر تمرکز په لومړۍ موضوع و او اوس په پراخ ډول په دې توافق شوی چې د نويو ډولونو په رامنځته کېدلو کې اصلي لامل تکثري بېلوالی يا اېزولېشن (isolation) دی. [۵]
د ډاروین نه حل کېدونکې مسئله: ولې ډولونه شته؟
[سمول]ډاروین د «د ډولونو د سرچینې په هکله» کتاب کې چې په ۱۸۵۹ کال کې خپور شو، بیولوژیکي تکامل د طبیعي ټاکنې له مخې تشرېح کړ، خو په ډولونو کې د ژوندیو موجوداتو د کلستر/راټولولو په برخه کې ګېچ شو. د ډاروین د کتاب شپږمه برخه د تیورۍ د ستونزو په نوم ده او په هغو ستونزو بحث کوي چې دی وروسره مخ شوی. [۶]
لومړی که چېرې ډولونه د ډېرې غیر حساسې ډلبندۍ په ترڅ کې له نورو ډولونو څخه بېل شوي، ولې، په هر ځای کې موږ بې شمېره انتقالي بڼې نه وینو؟ ولې موږ ډولونه په ټول طبیعت کې ښه تعریف شوي وینو ولې د دې پر ځای په مغشوش/ګډوډ حالت کې نه دی؟ د ډولونو د سرچینې په هکله (۱۸۵۹)، شپږم څپرکی
دا ستونزمنه معما د ژوند په فضا کې د انتقالي ډولونود نشتوالي او یا نادروالي په توګه تشرېح کولی شو. [۷]
له لومړۍ سره تړلې بله معما په ورته وخت کې د انتقالي وېرایټیو/ varieties (قومي ډول ډولوالی) نشتوالي او یا نادروالی دی. ډاروين د طبیعي ټاکنې تيورۍ ته په اشارې سره وایي چې «بې شمېره انتقالي بڼې باید شته وي» او حیران و چې، «ولې يې موږ په بې شمېر ډول د ځمکې پر مخ نه شو موندلی». ضمناً دا په واضح ډول تشرېح شوې چې ځينې مشخص ډولونه په واقعي ډول په طبیعت، وخت او فضا کې شته چې د ډولونو د تولید او ساتنې په برخه کې د طبیعي ټاکنې/انتخاب د ځینو اساسي ځانګړنو رول ښيي. [۸][۹]
د جنسي تکثر اغېزې د ډولونو پر رامنځته کېدو
[سمول]داسې استدلال شوی چې د ډاروین د لومړۍ معما حل په دې حقیقت کې نغښتی چې جنسي تکثر د نادروالي ذاتي بیه لري. د نادروالي بیه په لاندې ډول راپورته شوې. که چېرې د سرچینې په یو پيچومي کې ګڼ شمېر ډولونه په مجزا ډول تکامل ومومي، چې هر یو په هغه پېچومي کې د یوې نرۍ اړیکې په واسطه غوره توافق موندلی وي، هر ډول به له اړتیا سره سم ډېر لږ غړي ولري. په دې شرایطو کې د جوړې موندل ښايي ځينې ستونزې رامنځته کړي، ځکه ډېری ګاونډي غړي له نورو ډولونو سره تړاو لري. په دې شرایطو کې، که چېرې د هر ډول په نفوس کې د یو یا بل ګاونډي ډول په بیه په تصادفي ډول زیاتوالی راشي داسې چې چاپېریال اشباع شوی وي، دا چاره به په لنډ مهال کې د غړو لپاره د جنسي شریک موندل اسانه کړي. د ګاونډیو ډولونو غړي چې په نفوس کې يې کموالی راغلی د جنسي جوړې په موندلو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي په دې اساس د لویو ډولونو په پرتله لږ جوړې رامنځته کوي. دا د یو واورین توپ اغېز لري، چې د لویو ډولونو د ودې په بیه کوچني او نادر ډولونه د انقراض/ورکېدو لور ته بیايي. په پایله کې یوازې څو ډولونه پاتې کېږي، چې هر یو په مشخص ډول له بل سره توپیر لري. د نادروالي بیه نه یوازې د جوړې په موندلو کې د ناکامۍ په بیه پرېوځي بلکې نورې غیرې مستقیمې بیې لکه د ژوند د شریک په لټون له نورو ټیټو نفوسونو سره د اړیکې جوړولو لګښت هم په کې شامل دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
نادروالی له نورو بیو سره هم مل دی، نادرې او غیرې معمولې ځانګړنې ندرتاً ګټورې دي. په ډېری حالتونو کې هغوی یو غیرخاموش ميوټېشن رامنځته کوي چې په مطمین ډول زیان رسوونکی دی. په دې اساس باید جنسي موجودات د نادرو او غیر معمولو ځانګړنو لرونکو (koinophilia) جوړو سره له یوځایوالي څخه ډهډه وکړي. بناً جنسي نفوسونه نادرې فینوټایپي یا چاپېریالي ځانګړنې په چټکتيا سره له لاسه ورکوي، په پایله کې ټولې ښکاره خارجي ځانګړنې کانالایز (canalizing) کوي، لکه څرنګه چې د (African pygmy kingfisher, Ispidina picta) په نوم مرغه د شکل په ضمیمه کې ښودل شوي. دغه انډول د سيمهییز تکثر لارښودونه د یو جنسي ډول په ټولو بالغو غړو، الوتونکو، تيلرونکو، خزندګانو، حشراتو او ګڼو نورو ډولونو کې تحریک کړي. چې په هغه کې یو ډول د یو انځور یا جنسي ډای مورفیزم (dimorphism) په دوو مثالونو کې تشريح کولی شو. کله چې په یو نفوس کې د ظاهري پلوه د یاد مرغه د شکل په کچه یوډولوالی/همموجینېزس (homogeneous) رامنځته شي د نفوس غړي له نورو هغه ډولونو سره چې له ظاهري پلوه له دوی سره توپير لري له یوځایوالي څخه ډهډه کوي. په دې اساس د نادرو او غیر عادي فینوټايپي ځانګړنو له څرګندیدو څخه د جوړو مخنیوی په جبري ډول د تکثري بېلوالي لامل کېږي چې د ډولونو د رامنځته کېدلو یوه نښه ده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د دې خلاف په هغه موجوداتو کې چې په غیرجنسي ډول تکثر کوي د نادروالي بیه نهشته. چې په پایله کې یوازې د ښه تواق په کټه تمامیږي. په دې توګه غیرجنسي اورګانیزمونه په مکرر ډول په خپلو بڼوغالباً په بېلابېلو برخو کې داومداره بدلون ښيي. ډاروین تمه لرله چې تکامل به رامنځته کړي او په ډېر دقیق مورفوفیزس (morphospecies) سره یې طبقهبندي او په ډولنو وویشي، چې داچاره خورا ستونزمنه وه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
موډ/ حالتونه
[سمول]د طبیعي ډولونو ټولې بڼې د تکامل په بهیر کې رامنځته شوې دي، د تنوع په رامنځته کېدلو کې د هر میکانیزم د نسبي ارزښت په اړه بحثونه لا هم دوام لري. [۲۸]
د ډولونود طبیعي رامنځته کېدلو یوه بېلګه د (three-spined stickleback,) سمندري کباڼو تنوع ده چې د کنګلکېدو تر وروستۍ دورې وروسته په سیندونو او جهیلونو کې د خوږو اوبو په نویو کالونیو بدل شوي دي. داسې اټکل کېږي چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېرو نسلونوکې په سټېکل بېکس (sticklebacks) کې جوړښتي/ساختماني توپيرونه ښودل شوي، چې د کباڼو په بېلابېلو نسلونو کې تر سترګو کېږي، چې په پرونو، د هډوکني پلېټ (bony plates) په شمېر او اندازه کې بدلون، د زامو متغیر جوړښت، او د رنګ توپيرونه پکې شامل دي. [۲۹]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Berlocher 1998, p. 3
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Mayr 1982, p. 273
- ↑ Darwin 1859

- ↑ Bernstein & Bernstein 1991
- ↑ Michod 1995
- ↑ Michod 1999
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). — Commentary by Mazhuvancherry K. Unnikrishnan and H. S. Akhila
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Adapted from Evolution (2004), 3rd edition (Malden, MA: Blackwell Publishing), ISBN 978-1-4051-0345-9.
- ↑ Maynard Smith 1989, pp. 275–280
- ↑ Mayr 1988
- ↑ Williams 1992, p. 118
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Clapham, Tutin & Warburg 1952
- ↑ Grant 1971